د سلواغې ۲۶مه؛ برژنف وبايله خو پوتين به يې وګټي!

د سلواغې ۲۶مه؛ برژنف وبايله خو پوتين به يې وګټي!
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
۱۳۵۷ لمريز کال وو. روسيه د کمونېسټي ايډيالوژۍ په لرو د نيمې نړۍ واکمنه امپراتوري وه. په منځنۍ او سويلي اسيا يې د واک او ځواک هيله درلوده. په لمسون يې د غوايي اوومې پوځي کودتا وشوه او په کال ۱۳۵۸ لمريز کې يې د همکارۍ او ملاتړ په نوم خپل سره پوځيان افغانستان ته را دننه کړل. دغه چارې غبرګونه را پورته کړل او افغان ولس د شوري ملاتړي رژېم او شوري پوځيانو پر وړاندې غبرګون وښوود، وسله واله جګړې د جهاد په نوم پيل او تاريخ د شوري يووالي د پوځيانو راتګ په افغانستان د اشغال په پاڼه کې ثبت کړ.

د روسيې ياد عمل د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د سړې جګړې په پيل کې وو. روسيې په خپل زبرځواک سره غوښتل چې امپريالېستي او کمپېتالېستي امريکا د زبرځواک د جوړېدو څخه پر شا کړي. دا وخت ملګرو ملتونو شتون درلود او درېيمه نړيواله جګړه د سړې جګړې په پوښ او نوم پيل شوې وه. امريکا او متحدينو يې له شوري اتحاد سره په افغانستان کې مقابلې او مبارزې ته مخه کړه. نېږدې ۱۴ کاله امريکا، پاکستان، سعودي عربستان، ايران او يو شمېر نورو هېوادونو د مجاهدينو مالي، پوځي او سياسي ملاتړ وکړ؛ له بلې خوا شوري اتحاد د خپل جوړ شوي افغان رژيم ملاتړ ته په مالي، سياسي او پوځي ډول ملا تړلې وه.

افغان خاوره ۱۴ کالونه د شوري په موجوديت کې د امريکا او پخواني شوري يووالي د جګړې ډګر وو. افغانان ووژل شول، افغانان ټپيان شول، افغان ميرمنې ګونډې او افغان ماشومان يتيمان شول. افغان خاوره وسوځېده او افغانستان جګړه ځپلی هېواد شو. پاکستان او ايران کې د امريکا او د هغې متحدينو ملاتړی افغان وسله وال (مجاهدين) د اشرار، پاکستان غلام، خرڅ شوي په نوم يادېدل او په دې اړخ کې شوري ملاتړ حکومت لاس پوڅي، ملحد، د اسلاميت ضد او د يرغل مل بلل کېدو.

په پايله کې شوري د امريکا پر وړاندې په افغانستان کې تاريخي ماتې وخوړه او افغان ولس يې تر نن د مجاهد، خلقي او کمونېسټ په نوم سره جدا کړ.

اوس لوبه په بل ډول؛
په ۲۰۰۱ز کال کې جورج ډبليو بوش واکمن وو. د طالبانو اسلامي امارت يې تورن کړ چې د ترهګرو ملاتړ کوي او د ۲۰۰۱ز کال د سپټمبر ۱۱مې بريد په افغانستان کې مېشتې القاعده ډلې کړی دی. په دې ډول امريکا ځان ته د پوځي يرغل د مشروعيت جواز پيدا او افغانستان ته يې د خپلو متحدینو سره يو ځای پوځيان راوستل.

افغان ولس بيا د طالب او امريکايي حکومت ملاتړي په نوم سره ووېشل شو. طالب په کور دننه او بهرنيو هېوادونو ته په هجرت لاړ، د جهاد په نوم يې وسله وال جګړه پيل او د امريکا د ماتې په لټه کې شول. حکومت طالب ته د ترهګر، پاکستاني غلام او خرڅ شوي نومونه ورکړل؛ طالبانو افغان حکومتونو ته د امريکا لاس پوڅي، د امريکا غلام او د يرغلګرو د ملاتړي کلمې وکارولې.

دا چې پاکستان، روسيه، ايران او نور څومره د طالبانو ملاتړي دي او څومره نه؛ بېله موضوع او بحث دی، خو دا لکه لمر څرګنده ده، چې روسيه غواړي د طالبانو په وسيله امريکا په افغانستان کې ماته او د سړې جګړې غچ واخلي.

يو ځل بيا، دواړو خواوې او په منځ کې يې ولسي وګړي افغان ولس ووژل شو، ټپيان شول، افغان مېندې بورې، ګوڼدې او افغان ماشومان يتيمان شول. يو ځل بيا افغان خاوره د جګړې ډګر او افغانستان جګړه ځپلی هېواد شو.

روس د طالب ترڅنګ او امريکا د افغان حکومت تر شا ودرېده. د افغان مجاهدينو او روسيې د کالونو دښمني پای ته ورسېده، مجاهد، اشرار، خلقي، پرچمي او کمونېسټ نومونه په ترهګر، طالب، د امریکا غلام، د امريکا لاس پوڅي او پردي پالو باندې تبديل شول.

روس طالب په رسميت پيژني، په افغانستان د واک هيله يې لري او له دې لارې د امريکا د ماتې زمېنه برابروي. د روسيې وروستی سياست، پټې او څرګندې کړنې په ښکاره دا ښيي چې پوتين له امريکا د برژنېف بدل اخلي او داسې ښکاري چې برژنېف بايللې جګړه به پوتین ګټي.

له افغانستانه د روسانو د وتلو (سلواغې د ۲۶مې) په مناسبت!