ټرمپ: د کانګرس مسلمانې غړې الهان عمر د يهودانو په اړه سپکې څرګندونې کړي، له دندې دې استعفا ورکړي

روهي (پنځه نۍ/۲۵ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د کانګرس له مسلمانې غړې الهان عمر غوښتي چې له دندې استعفا ورکړي.

ټرمپ ويلي چې نوموړې د نړۍ د يهودانو په اړه سپکې څرګندونې کړې دي او بايد له دندې استعفا ورکړي.

الهان عمر چې صومالي نژاده امریکایۍ ده او څو ورځې وړاندې يې د يهودانو پر وړاندې څرګندونې وکړې چې له غبرګونونو سره مخ شوې.

نوموړې د خپلو څرګندونو په اړه بښنه هم غوښتي خو ټرمپ ويلي چې بښنه کافي نه ده، يا دې له کانګرس استعفا ورکړي او يا دې د بهرنو چارو د کمیټې غړیتوب پریږدي.