
روهي (څلورنۍ/۲۴ د سلواغې)، د لومړي ځل لپاره پاکستان کې سخته واوره او بارانونه چې په تېرو ۷۰ کالونو کې بې ساري وو.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو په اساس زيات اورښت او واوره په ملاکنډ، هزاره ډیوېژن، مري، ګلګت بلتستان او د پاکستان واک لاندې کشمیر کې شوې ده.
په ظاهري ډول واوري او بارانونو خلک زيامن کړي خو په لويه کې يې هيله را پيدا کړي او د وچکالۍ ويره يې کمه کړې ده.
دغه اورښت او واورې په تېر ډسمبر کې پيل شوې او د هوا پېژندنکو د وړاندوينې اړوند تر راتلونکې مارچ مياشتې به دوام وکړي.