
روهي (څلورنۍ/۲۴ د سلواغې)، د ايران پخواني پاچا محمد رضا پهلوي زوی رضا پهلوي وايي چې وضعيت ته په کتو ښايي د ايران اوسنی نظام په نېږدې وخت کې چپه شي.
نوموړي په دې اړه ازادۍ راډيو ته ويلي دي، "زه فکر کوم ډېر نږدې یو. زما په فکر ایراني ټولنه چې دا مهال په کومو شرایطو کې ده، د هغو وروستیو میاشتو په څېر دي چې ایران ته د خُمیني تر داخلېدو مخکې او یا زما د پلار د وتلو پر مهال وو. یعنې فضا د سوځېدو فضا ده."
رضا پهلوي د لوېدېځې ټولنې غواړي چې د ایران پر وړاندې دې خپله کړنلاره جدي کړي او پر وړاندې يې بايد سخت دريځ خپل کړي.
نوموړي د امريکا په شمول د نړۍ د هغه هېوادونو ملاتړ کوي چې د ايران اوسني نظام پر وړاندې دريځ سخت دی او د اوسني نظام پر وړاندې ولاړ دي.
د يادونې ده چې رضا پهلوي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې ايران د اسلامي انقلاب د بريا ۴۰ کليزه ولمانځله.