
روهي (درې نۍ/۲۳ دسلواغې)، د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې ناپيژنده وسله والو موټر سايکل سپرو په ډزو پنځه پوليس ووژل.
سرچینو رسنيو ته ويلي دي چې په بريد کې دوه ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي او بريدګر له بريد وروسته تښتېدلي دي.
په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو په نوم يوې وسله والې ډلې څانګې د دغه پېښې مسوولیت منلی دی.