غزل

خپل وجود مې راسره و که ســــــا نه وه
کائينات واړه ولاړ وو دنېا نــــــــــــه وه
بې څيرې زمــــــــا په مـــــخ کې وه ولاړه
بېګا عرش تـــــــــــه رسيدلي دعا نه وه
چې يواځې ستا په عشق کې ځان لا پاتې
عقيده مې پــــــــــــه جــــــذبو کې فنا نه وه
چې مئين دې پـه روحونو کې خوشال وو
ستا پــــــــه سترګو کـــې به پاتې ادا نه وه
چې طالب و دسندرو ښار تــــــــــه تللی
زمانې سره پـــــــــــه ګوتـــــــو دريا نه وه
٠٠٠٠
طالب منګل