ټرمپ: مکسېکو سره په کرښه دیوال حتمي جوړوم

روهي (درې نۍ/۲۳ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې په هر ډول وي خو مکسېکو سره به په ګډه پوله ديوال جوړ کړم.

ټرمپ وايي چې دغه چاره په دې پار کوي ترڅو له مکسېکو امريکا ته د غېرې قانوني ګډوالو د راتګ مخه ونېسي.

ټرمپ د خپل هېواد له کنګرس سره په خبرو بوخت دی ترڅو د ديوالو جوړونې لپاره ورته بودېجه ورکړي.

نوموړي له دې وړاندې په کنګرس غږ کړی وو چې وخت مه ضايع کوئ، بودېجه منظوره کړئ چې د يوال جوړ کړم.