هند کې شرابو له سلو زیات کسان ووژل

روهي (درې نۍ/۲۳ د سلواغې)، د هندوستان په اترپردیش او اترکنډ ايالتونو کې زهرجنو شرابو تر سلو زيات کسان وژلي دي او په لسګونه نور په روغتون کې بستر شوي دي.

چارواکو او پوليسو ويلي چې شراب جړونکو په دغه شرابو کې ارزان بيه کيمياوي مواد اچولي وو چې شراب يې زهري کړي.

پوليس وايي چې د يادو شرابو د جوړېدو او خرڅلا په تور يې هم لسګونه کسان نيولي چې پلټنې ترې روانې دي.

هند کې له دې وړاندې هم د شرابو د زيات څښاک او يا هم ارزانه بيه شرابو د څښاک له امله مړ شوي او په روغتونو کې بستر شوي.