خو دظلم په خلاف


مونږسوله غواړو خو دظلم په خلاف،اوکه جنګ ضروري ده نوبیاجنګ دې وي .که دظالم مخه ونه نیول شي داهم پخپله یوظلم دی،قاتل ته څه نه ویل هم په قتل حسابیږي .مونږد خپل سر سره لوبې کوو، ترڅوحق بری ته ورسیږي . هغوته ووایه !
(څوک چې دباطل دلښکروملګرتیا کوي )که دجنګ په زورګټل وي نوبیا جنګ ټیک دی .
ظالم نه ذات لری اونه مذهب ،نه قوم لری اونه نصب، دظالم په شونډوهروخت دهغې دګناهونو ذکر وي . دځمکې پرمخ ظلم اوستم خاښ نه شي غوړولای . په دې تاریخ ښه پوهیږي اوزمانه يې ګواه ده .پریده چې دځینوتنګ نظروسترګې همداسې ړندې وي .دا د سروزرو جنګ نه دی اونه دادځمکو جنګ دی، دا جنګ دبقا د اصولونو جنګ دی .
کوم وینې چې مونږ نذر ورکړی ځمکې ته ، دګلاب دګلونو په خاطردي ، دهمدې وینو د رنګ څخه به سپړیږي دسولې پسرلی .
ژباړن :شکرالله طاهري