
روهي (دوه نۍ/۲۲ د سلواغې)، تېره ورځ د ايران په سويلي برخه کې يوې زلزلې يو شمېر ودانۍ ويجاړې کړې او پنځه کسان په کې ټپيان شوي دي.
دغه زلزله د ریکتر په کچه د پنځو اعشاریه درې درجې په ځواک ښوودل شوې ده. ياده زلزله په بحرین، سعودي عربستان، عمان، پاکستان، قطر، متحده عربي اماراتو او افغانستان کې هم حس شوې ده.
د ايران وروستۍ زوروه زلزله په ۲۰۱۷ کال کې شوې وه چې ۶۲۰ کسان په کې وژل شوي او تر زرګونه نور ټپيان وو.