اسلامی بانکداری


په اسلامی هیوادنو کی پیاده شوی ، اسلامی بانکداری اشاره کوی هغه سیستم د بانکداری ته کوم چی مطابق د شرعیت(اسلاقانون) ده .د سود د میکانیزم نشتوالی داسلامی بانکداری اساسی برخه تشکیلوی .
داسلامی بانکداری سیستم اساسی اصول د ربا او خطر د مفاهیمو نه عبارت دی .په اسلامی قانون کی پیسو ته دارایی نه ویل کیږی .نو په همدی اساس ورکول د پیسو په ګټه باندی حرام دی .د اسلامی مالی سیستم مطابق ،پیسی یوازی د ارزشونو د اندازه کولو یوه وسیله ده نو په همدی اساس ربا (دربا اخیستل) ، او سود حرام دی .
په شرعی بانکی سیستم کی کله چی یو شرکت قرضه اخلی ، نو ددی اسهام د قرض ورکونکی اداری د ګټی یوه برخه جوړوی ، او همدارنګه اخیستل او خرڅول د هغو څیزونو چی ظاهری موجودیت یی غیر یقینی وی حرام کرځول شوی، نو اصلی مسیر د مالی وسایلو لکه مشتقات کوم چی استعالیږی دممکن عاید د رانغاړلو لپاره، په اسلامی بانکی او مالی سیستم که حرام کرځول شوی دی
اسلامی بانګداری سیستم څرنکه کار کوی.
اصلی مفهوم د اسلامی بانکداری قرار داد د شریکول د ګټی او توان دی، کوم ته چی مضاربه ویل کیږی ،
په اسلامی بانکی سیستم کی ، د سرمایه کذارانو پیسی دبانک له خوا د یو بل سره یوځای، دګټی او توان اندازه ټاکل کیږی ، بانک دا یو ځای شوی پیسی په څو اړخیزه سرمایکذاری کی د اسلامی اصولو مطابق سرمایه کذاری کوی .او دا هم باید مشخص وی په کومه کمپنی کی چی سرمایکذاری کیږی ، باید اسلامی اصول یی په نظر کی نیولی وی ، دا په دی معنی چی کمپنی نه باید په حرامو فعالیتونو کی دخیل وی لکه دی ډیر سرمایی جمعه کول ، او یا د حرامو توکو تولیدول لکه شراب .
په کال ۱۹۷۰ میلادی کی په اسلامی هیوادنو کی د نفتو زیاتوالی اسلامی بانکی صنعت ته یوه نوی بڼه ورکړی ، یو تعداد مالی تولیدات را منځ ته شول د کومو چه د اسلامی اوصولو سره یی د تړاو ادعا کیږی ، سربیره په دی په ښه ډول سره د څو اړخیزه سرمایکذاریو مدیریت کول ، او په فعال ډول داسلامی بانکو له خوا په دی څو اړخیزه سرمایه کذاریو کی FTSE مارکیت شاخص او د DOW Jines Islamicلکه برخه اخیستل او دا هر څه دی په یو خاص ډول شاخصونوباندی اسلامی شخص باندی ولاړ دی نړیوال
ژباړونکی :احمدزی افغان