
روهي (نۍ/۲۰ د سلواغې)، د امریکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي دي چې د شمالي کوريا مشر کېم جونګ اون سره به د روانې مياشتې په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په وېتنام کې وګوري.
ترمپ په ټوېټر ليکلي دي چې استازو يې د کېم جونګ سره د دويمې لېدنې په اړخبرې کړي او هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ شمالي کوريا هڅولې ده چې که چېرې له اټومي پروګرامونو لاس په سر شي، نو په يو ستر اقتصادي هېواد به بدل هېواد شي.
ټرمپ او کېم جونګ اون د لومړی ځل لپاره تېر کال په سېنګاپور کې سره ليدلي وو.