
روهي (نۍ/۲۰ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي دي چې په ايران دې سخت نړيوال بندېزونه ولګيږي.
پمپيو ويلي دي چې د ایران د نوي سپوږمکۍ لیږدونکي راکټ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د هوکړو پر وړاندې عمل دی او بايد چې نړيوال بندېزونه پرې ولګيږي.
امريکا له دې وړاندې هم څو ځلې قوي اقتصادي بندېزونه په ايران لګولي دي، خو دغه هېواد تر اوسه هم خپلو وسله والو فعاليتونو ته دوام ورکوي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي تېره ورځ ويلي چې ايرانيان به تر هغه (مرګ په امريکا) شعار جاري ساتي، ترڅو چې واشنګټن د ايران ضد پالېسي نه وي پرېښودلي.