
يوه ورځ چې افغانستان يې په ګونډو کړ!
د ملي يووالي حکومت د راتګ څخه وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د نوموړي ستراتيژيک ملګري امريکا ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک کولو پرسر ناندرې رامنځته شوې. په هغه وخت کې امريکا غوښتل چې په حامد کرزي دغه امنيتي تړون لاسليک کړي، خو کرزي ددغه تړون د لاسلیک کولو پرسر له امریکا داسې غوښتنې لرلې، چې له مخې يې افغانستان د نړيوالو مرستو څخه خلاص او خدکفا افغانستان رامنځته شي. امريکا نه غوښتل چې افغانستان دې د دوی د ګوډاګۍ څخه خلاص شي، ځکه چې د هغه غوښتنو د منلو په صورت کې امريکا مجبوريدله چې په افغانستان کې نامشروع او غېرې عادلانه لاسوهنو څخه لاس په سر شي، په کومو چې امريکا په ميلياردهاوو ډالر لګولي وو. د ملي يووالي حکومت د رامنځته کيدو څخه وړاندې د امريکا لوړپوړو چارواکو څو څو ځلې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د بندو دروازو ترشاه د ياد امنيتي تړون د امضاء کولو پرسر خبرې کړې وې. ان کرزي ته د امريکا متحده ايالاتو لوړو پوړيو چارواکيو لخوا دا هم ويل شوي وو، چې که د امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړې، حکومت به دې دوام وکړي. خو افغان پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه غوښتنې په کلکه رد کړې وې او ټينګار يې کړی وو، چې نه غواړي افغانستان بيرته تېر حالت ته لاړ شي. حامدکرزي ويلي وو، چې نه غواړي افغانستان لکه ولاړې اوبه و اوسي بلکه غواړي چې دغه اوبه د تل لپاره روانې و اوسي.
په هر حال د کرزي له لوري امريکا ته د ياد تړون د نه لاسليک کيدو په صورت کې امريکا مجبوره شوه، چې د ځان لپاره په داسې يو بديل کار وکړي، چې له مخې يې د امريکا ګټې خوندي شي.
همغه وو، چې په افغانستان کي يې د وخت د بهرنيو چارو وزير جان کېري په مشرۍ د ملي يووالي حکومت رامنځته کړ، چې په راس کې يې ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله وو.
د وخت د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري په اوسني ولسمشر محمد اشرف غني دا منلې وه چې واک ته د رسېدو سره سم به د امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کوي. هو همغسې وشول. امنيتي تړون امضاء شو، د ډيورنډ فرضي کرغيړنه کرښه، په رسميت و پيژندل شوه او ځينې نورې پټې او د پردې ترشاه د معاملو د افشاء خبرې به هغه وخت خپرې شي، چې کله غني خپل ستراتيژيک ملګری امريکا له لاسه ورکړي.
درنو پتمنو او باشهامته هېوادوالو، هتمن تاسو به تردې ځايه پورې ددغه ليکنې لوستلو څخه وروسته، ډيرې بدې او سپکې سپورې ويلي وي، ځکه چې حقيقت لاهم په ډاګه نه وو او تاسو هم تل په پټو سترګو قضاوت کړی. په لويه کې مو لنډمهالې ګټې تر اوږد مهالو ګټو بهتره ګڼلي دي. همدا علت دی چې زمونږ هېواد ددايمي مهاجرت، فقر، بې وزلۍ، ناامنۍ او ملي پرمختيا د تګلارې څخه څو ګام وروسته پاتې دی.
په هر حال راځم هغه برخو او نقطو ته اشاره کوم، کومو چې زمونږ هېواد د تل پاتې بډاينې او نړيوالې سيالۍ څخه په ګونډو کړی دی.
ستاسو د پراخې حوصلې او زغم په دوام ويلی شو، چې دافغانستان موجوده حکومت د ډيورنډ فرضي کرښې د اغزن تار د تاوېدو او دکرښې په رسمیت پیژندنې کې مقصر دی. کله چې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په تيرو ولسمشريزو ټاکنو کې بریالی اعلانیده نو امریکا سیمې او نورو متحدینو ترې څو غوښتنې درلودې او دهمدي غوښتنو په مقابل کې یي اشرف غني بریالی اعلان کړو او له مخې يې ملي يووالي حکومت رامنځته کړ.
اوله غوښتنه د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کيدل وو، چې په غني يې منلي وو او همغسې وشول تړون امضاء شو. دوهمه غوښتنه د امریکا دا وه چې مونږ به افغانان وژنو ته بغاوت مه کوه، محمد اشرف غني ورسره ومنل، چې بې غمه شئ خپل کار کوئ.
دريمه غوښتنه بيا د پاکستان او امریکا دواړو په شريکه غوښتنه وه، هغه دا وه چې ډيورنډ فرضي کرغيړنه کرښه يې ورسره امضاء کړه. څلورمه غوښتنه د امریکا د ولسمشر محمد اشرف غني څخه دا وه چې مونږ درته د کومو پوځیانو نه وایو هغه له دندو لرې کړه، همغسې وشول څوک چې د امريکا خوښ نه وو، ځينې يې له دندو لیرې کړل او ځينې يې بيا په مرموز ډول ووژل. پنځمه غوښتنه د غني څخه دا وه، چې څوک چې پر ډيورنډ کرښې د اغزن سیم مخنیوی کوي هغه له مخې لرې کړه، غني ورڅخه سوال کړی وو، چې هغه څوک دی؟. امریکا او پاکستان ورته وويل چې هغه جنرال عبدالرازق دی. اوسني ولسمشر ورته وويل چې ښه صاحبه څنګه مو چې خوښه وي همغسې وکړئ غني د يادې خبرې په دوام وويل، چې رازق ووژنئ هغه زما قدرت ته هم ګواښ جوړيدای شي. همغسې وشول غریب يې په جلسه کې شهید کړو، خو ددغې غوغه د پټولو او د دوی د شوم هدف د پټ ساتلو په پار يې هلته یو سرتیری دتر هګر او طالب بلواګر په نوم بې ګناه شهید کړو. افغانانو ورونو لږ فکر وکړئ، تاسو پوهیږئ چې داکار چا وکړو او ولې يې وکړ!؟