
روهي (جمعه/۱۹ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ټرمپ په عراق او سوريې کې د اسلامي دولت يا داعش ډلې د ماتې ادعا کوي.
ټرمپ د امريکا په مشرۍ د داعش پر وړاندې ائتلاف ته په وينا کې ويلي دي چې اوس په سوريه او عراق کې هغه ټول سيمې پاکې شوې دي چې دوه کاله وړاندې د داعش په لاس کې وې.
د متحدو ايالتو ولسمشر وايي چې په ځينو سيمو کې به د داعش ډلې ملاتړي پاتې وي خو دوی نه شي کولی چې د خپلو مالي خرڅ لپاره منابع په لاس کې ولري.
نوموړي دا هم ويلي دي چې اوس دا وخت را رسېدلی دی چې امريکايي ځواکونه سوريه پرېږدي او خپل کورونو ته ستانه شي.