د پاکستان حکومت له کالونو راهيسې د مېلېونه پښتنو غږ نه اوري، خو د ولسمشر د يو ټوېټ غږ يې واورېد

روهي (جمعه/۱۹ د سلواغې)، له کالونو راهيسې په پاکستان کې مېشت پښتانه په نامنظم ډول د خپلو حقونو غږ پورته کوي خو له تېر يو کال راهيسې دا غږ منظم شوی او پراخه شوی دی.

د نقيب الله محسود له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې د پښتون ژغورنې په نوم غورځنګ جوړ شو، مېلېونه پښتانه يې غړي او سلګونه ناستو کې يې د خپل حق د لاس ته راوړلو د ظلم د پای غوښتنې وکړې.

د پاکستان پوځ او حکومت په قضدي ډول په دغه غورځنګ بندېزونه لګولي دي. هېڅ پاکستانۍ رسنۍ د دوی غږ نه غبرګوي او نه يې هم حکومت او پوځ غوښتنو او پوښتنو ته ځواب وايي.

پوڅ او حکومت له رسنيو پټ د دغه غورځنګ په ځپلو اخته دی، کسان يې نيسي، د تګ - راتګ بندېزونه پرې لګوي او مخکښان يې ور وژني.

د دغه غورځنګ په ملاتړ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په يو ټوېټ کې اندېښنه وښووده له په کم وخت کې يې د پاکستان د حکومت غبرګون او ځواب تر لاسه کړ. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل چې دا موضوع زمونږ کورنۍ ده او افغانستان ته نه ښايي چې په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي.

اوس پوښتنه دا ده، چې د پاکستان پوځ خو د خپلو ګټو او موخو په پار د پښتون ژغورنې غورځنګ په غږ او غوښتنو چوپ دی، خو نړيواله ټولنې ولې د دغه غورځنګ غږ نه بدرګه کوي؟