
روهي (جمعه/۱۹ د سلواغې)، والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امريکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ليکلي دي چې د روان ميلادي کال اپريل مياشتې تر پايه به ټول ځواکونه له سوريې بهر کړي.
کومو کسانو چې والسټریټ ژورنال ته دغه مالومات ورکړي دي نومونه يې نه دي ذکر شوي خو د امريکا بهرنيو چارو وزارت بيا دغه راپور رد کړی دی.
د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ويلي دي، چې تر اوسه يې له سوريې د خپلو ځواکونو د وتلو په پار هېڅ ډول مهال وېش نه دی وروستی کړی.
د ټرمپ ادارې په دې وروستيو کې له افغانستان او سوريې د خپلو ځواکونو د وتلو ويلي دي خو د امريکا مشرانو جرګه او نور سياسي کسان يې مخالفت کوي.