تر اوسه دسولې خبري پرشخصي ګټو  ولاړي دي

دطالبانو حکومت په خپل وخت کي يوه ښه لاسته راوړنه ځکه وه چي د ټوپک سالارۍ توره دوره پرافغانانو حاکمه وه، ابادي دچاپه ياد وه! دافغانانو ناموس دژوند په هره دقيقه کي په خطر کي و. طالبان چي له هرلوري راغلل؛ دومره سوو چي يوڅوکاله يې افغانان دغلو او ټوپکيانو له منګولو خلاص کړل، دافغانانو په منځ کي يې يوبين الافغاني حکومت جوړ کړ. دطالبانو دحکومت پرنيمګړتياوو او دراتلونکي سره دناسمون په اړه قضاوت ټول ملت کړی وو. خوکله چي امريکايانو دسپينې ماڼۍ دبمباريو په پلمه دافغانستان نيولو ته ځان جوړ کړ، دهيڅ افغان غوښتنې ته ونه کتل سول، لومړی يې وظيفه ډاکتر عبدالحق ته ورکړې وه چي دامريکايانو د ورتګ لپاره لار هواره کړي او امريکايان افغانستان ته داخل  کړي، خو ډاکتر عبدالحق چي دمولوي ضياءالرحمن(مدني) دملګرو له لوري ووژل سو(هغه وخت دلوګر والي و). سمدستي دامريکايانو پريکړه پرحامد کرزي وسوه، حامد کرزي هم د هيڅ افغان مرګ او درد ته ونه کتل، دخپل قوم دځينو خاصو استازو په ملتيا پرموټرسايکل دبولدک له لاري تيري(اورزګان) ته ورسيد، هلته يې امريکايانو ته قومانده ورکوله او امريکايانو د افغانستان پرخاوره د (B 52) طيارو په واسطه بې دريغه بمونه و اورول، بمونو پرطالبانو او نورو افغانانو ډبري ويلې کړلې؛ خو داچي دکرزي دپاچهۍ ته بله لار نه وه، داټول ظلمونه دکرزي په فتوا جايز وو. ډيرو خبريالانو دډالرو په مټ له کرزي صاحب څخه سپينه کوتره جوړه کړې وه، کرزي صاحب لږ وډير څوارلس کاله انتقالي او قانوني دورې تيرې کړلې. د ډالرو په زور يې خپل ځان د ځينو لاسپوڅو په واسطه(ملي مشر) معرفي کړ، دهغوی  داهير وو چي (ملي مشر) امريکايان په طياره کي راوړي او که به دافغانانو له منځه راپورته سوی وي؟
 
د کرزي صاحب د کورنۍ غړو په نوي بڼو غلاوي پيل کړلې، ځکه هغوی په امريکا او اروپا کي مسلکي غلاوي زده کړې وې، مځکې يې غصب کړلې، کابل بانک يې چور کړ ا وداسي نور... خو کرزي صاحب داټولي بدۍ دخپل سلطنت په مټ پټې کړلې. د درېيمې دورې دانتخاباتو دګډوډۍ لپاره يې هم خپل ټول فريبونه اوچلونه وکارول، خپل ټول پلويان يې دډاکتر عبدالله پلوۍ ته دمجاهد په پلمه وهڅول او ډاکتر صاحب محمد اشرف غني يې ورته په(خلقي)معرفي کړی و. داچي د ډاکتر عبدالله او دکرزي دټوپکسالارۍ صفت سره مشترک و او پرهغه يې خپل منتر چليدلای سوای؛ خو پرمحمد اشرف غني يې منتر کار نه کاوه، ځکه يې داټولي هڅې د جمهورئیس غني د راپورځولو لپاره وکړلې؛ خو دغني بابا دي کور ودان وي چي د داسي بې بنسټه خلکو ورسره ښې لاري چاري سته. بالاخره يې له مجبوريته اجرائيه رياست ورباندي وتپۍ چي ډير لاس بياهم دکرزي ورسره پټ و.
 
جمهورئيس محمد اشرف غني په خپله دوره کي دهيواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره ډير بنيادي قدمونه واخيستل، غوښتل يې دافغانستان اقتصاد پرخپلو پښو ودريږي، افغانستان د پاکستان  او نورو ګاونډيانو له احتياجه ووزي، دنړۍ له ډيرو هيوادونو سره يې هوايې دهليزونه خلاص کړل دافغانستان توليدات په لسګونو هيوادونو ته ولاړل، د لاجوردو لار يې خلاصه کړله چي داټولي کړنې يې يوازي دهېواد دراتلونکي لپاره وې، نه دخپل ځان او کورنۍ دګټو لپاره.کرزي صاحب په دوو قانوني دورو کي دامريکايانو دډالرو په سيوري کي داسي کارونه ونه کړل چي دهېواد لپاره يوه ستره ذخيره وي،بلکي ټولي روپۍ دهغو افغانانونو جيبونو ته ولاړې چي کرزی به ورسره شريک وو او هغه روپۍ ټولي بېرته اروپا، دوبۍ او امريکاته ولاړې.
 
کرزي د اشرف غني د حکومت دګډوډۍ لپاره خپلو ملګرو ته مختلفې خبرې په خوله کي ورکولې، کله به يې دلويې او بېړنۍ جرګې خبرې کولې، کله به يې دائتلاف له منفورې ډلې سره ګډون وکړ، ددې ټولو خبرو هدف داوو چي پرافغانستان بايد تل دکرزي پاچهي وي او د ده دکورنۍ لپاره دي دغلاګانو زمينې برابري وې او دکرزي وروڼه دي دافغانانو شخصي مځکې غصب کوي.
 
کرزي په طالبانو کي هم دخپل نفوذ لپاره مهمي اړيکي درلودلې، په داسي حال کي چي دطالبانو دامارت غټ چارواکی(محمدطيب اغا) چي له ډيره وخته د قطر د دفتر مسئول پاتي سوی و، له کرزي صاحب سره يې شخصي اړيکي دکرزي دګټو په موخه ډيري ښې وې.کله چي دپاکستان او طيب اغا مناسبات سره خراب سول، کرزي دطيب  اغاکورنۍ کندهار ته راوستوله اوپه خپل اباګني کلي(دارغنداب ولسوالۍ دجوی لاهور کلی) کښي يې ورته دژوند شرايط برابر کړل. د طيب اغا ورور مولوي محمد يوسف په کندهار کي فعاليتونه شروع کړل، دلته يې دشيخ په لقب ځان مشهور کړ، خوراپه لوړه غاړه ګرځيدی. نوموړی په(۱۳۹۵ هـ.ل) کي دکندهار او زابل دلويې لاري په منځ کي په يوه ترافيکي پېښه کي مړ سو. داهرڅه کرزي دخپلو ګټو لپاره کول.
 
کرزي تل خپل سياست دخپلو ګټو او پرافغانستان د دايمي سلطې لپاره کار کړی دی.له کومي ورځي چي دسولې خبرې راپيل سوي دي، بياهم کرزی په دې لړۍ کي خپلې ګټې لټوي. تل يې دافغانستان دحاکم حکومت پاليسي ته نه دي کتلې او پرخپل سر لاسوهني کوي. حکومت دسولې لپاره تل داسي دريځ غوره کړی دی چي سوله بايد په داسي شرايطو وسي چي دافغانانو په لاس جوړ سوی حکومت له منځه ولاړ نه سي،بلکي يوداسي مشترک حکومت جوړ سي چي دټول ملت ګټي په نظر کي ونيول سي. اشرف غني په دې قايل دی چي داحکومت د اشرف غني نه بلکي دافغانانو دی، نو افغانانو چي له دومره دربدريو ګاللو وروسته دالاسته راوړنه لرلې ده، دابايد دهيچا دګټو قرباني نه سي؛ خو کرزي دسولې په خبرو کي بېځايه مداخله کړې ده او څوځلې يې دانتقال دولت د راوستلو نظريه وړاندي کړې ده، ترڅو داشرف غني د دويم ځل کاميابيدلو ته لار پيدانه سي او دکرزي يوڅه ښه پکښې وسي.
 
دسولې په تړاو چي هرڅومره غونډي وسولې، دکرزي او دحکومت دريځ به په نسبي توګه فرق درلود او هڅه يې کوله ترڅو هلته  هم خپل خر له خټې وخيژوي او داځل يې مسکو ته دغونډې لپاره داسي کسان وروستلي دي چي په افغانستان کي يوازي دژبني خپلوۍ په استثنا نور هيڅوک هم نه لري، ټول هغه خلک په مسکو کي په غونډه کي شريک سول چي هغوی دحکومت مخالف دي او حکومت شړلي کسان دي، همدغه کسان دي چي ټول افغانان يې په زور واکو پيژني او تل يې دملي ګټو مخه نيولې ده. يوازي دشخصي ګټو بندګان دي.
 
 دافغانستان حکومت هم په دې کي پاتي بولم چي دحاکم حکومت پروخت ولي داسي کسانو ته موقع ورکوي چي دسولې په خبرو کي ګډون وکړي، يادکسان سوله دخپلو ګټو پرمحور راچرخوي. دمسکو غونډې ته ورغلو کسانو، دکرزي دخولې يوه دسته خبرې تقسيم کړې دي هرکس داسي رايه ورکړې ده چي هغه دحکومت او افغانانو  ددايمي ګټو لپاره نقصان کوي، کرزی يوه خبر کوي، فوزيه کوفي بله خبر، عطابله خبر او داسي نور... هغه دچاخبره ده(خولې سل خبره يوه)... . په کلي توګه دټولو خبرو منبع کرزی او نوره مافياده.
 
 سوله به يوازي د کرزي، عطا، فوزيې، دوستم، ګلبدين او...د ګټو لپاره کېږي اوکه به دټولو افغانانو لپاره؟
 
دافغانستان په څلويښت کلنه جګړه کي دې کسانو ډير دردونه ليدلي دي که عامو افغانانو؟
 
نوقدرمنو افغانانو نور دافغانيت مسئله رامنځته کړئ! دځينو لاس پوڅو په خبرو پسې مه ځئ! هم له طالبه وغواړئ هم له مافيا او هم له حکومته چي سوله دعام ولس په خوښه نه وي، موږ ته دمنلو وړ نه ده.
 
داچي دملي اجماع خبره کېږي، اياملي اجماع دغه  يوڅو کسان او يا دحکومت استازي دي او که دټول ملت مخور؟
 
دملي اجماع له جملې معلوميږي چي بايد اقلاً دولايت(۱۰۰) بانفوذه کسان، له مختلفو ډلو څخه وي او دهغوی سره دي يوځای دحکومت او طالبانو استازي ګډ کښيني، ترڅو ملت د دواړو ډلو په مخ کي خپل مشکلات ووايې او دهغوی نيمګړتياوي ورپه ګوته کړي.
 
دطالبانو له لوري چي دقطر  ددفتر کوم خلک استازيتوب کوي، داخلک اکثره دامريکاپه خوښه په دې دفتر کي ځای پرځای سوي دي. که طالبان هم رښتياسوله کوي، له خپل منځه دي داسي کسان سولې ته را وړاندي کړي چي هغوی دافغانانو له درد او غم څخه خبر وي. دقطر په دفتر کي چي کوم کسان ناست دي، زمادمعلوماتو له مخي هغوی دټولو طالبانو سره همغږي نه لري او نه هم ټولو طالبانو ته دمنلو وړ دي. دغه کسان تل دخارجيانو سرلاري پاتي سوي دي او دامريکايانو په خوښه د قطر په استازيتوب را وړاندي سوي دي.
 
شير محمد عباس ستانکزی چي لوړې زده کړي يې په چين کي کړي دي او له چين سره يې دطالبانو داړيکو دجوړولو لپاره ښه کار وکړ کله چي امريکايان په راز خبر سول، هغه يې د قطر په دفتر کي داخل کړ، هغه اړيکي چي دچين او طالبانو ترمنځ جوړي سوې وې، هغه ټولي خرابي سولې.
 
 طيب اغا چي ډيرکم طالبان ورسره شناخت لري، دپلار(سدوزي اغا)له وخته دپاکستان داستخباراتو سره تړلي خلک وو، امريکايانو ځکه د قطر لپاره خوښ کړ چي په سياسي ليول له امريکايانو سره ډير مخالف نه و. که نور هم دغه طالبان  دسولي په خبرو کي رول لوبوي، دافغانانو ګټو ته زيان حتمي بولم.
 
که دسولي په خبرو کي داسي طالبان رامخ ته سي چي تل يې له افغانانو سره ژوند تيري کړی وي، کيدلای سي چي سوله دافغانستان او افغانانو په ګټه وسي.
 
زماله نظره ملا اميرخان متقي، عبدالحی مطئمن، قدرت الله جمال، مولوي نورالله نوري، خيرالله خير خواه او داسي نور کسان ډير وړ دي چي دسولي په خبرو کي ورګډ سي او دغه موجوده کسان شاته سي، ځکه دوی يوازي دبهرنيانو پاليسۍ تشريح کوي.
 
کله چي هم دسولې غونډي جوړيږي، دعامو افغانانو له جملې بايد په مشترکه توګه  ځيني معلومات لرونکي افغانان ورسره وي چي هغوی دافغانانو له ستونزو سره اشناوي او دافغانو د دايمي سولي غم ورسره وي،لکه:وحيد مژده، ډاکتر فاروق اعظم او داسي نور کسان .ترڅو دواړي غاړې دافغانيت مسائلو ته متوجه کړي او دخارجيانو دګټو پرځای دافغانانو ګټې په نظر کي ونيول سي.
 
اوس چي ليدل کېږي يوازي دځيني خارجيانو،طالبانو، کرزي او دځينو نورو دګټو خبري کېږي چي دادسولې لارنه ده.
 
دسولي په جريان کي بايد دافغانانو او افغانيت دګټو خبري وسي او پرهمدې باندي پريکړه وسي. که پريکړه يوجانبه وسي، ګمان نه کوم چي افغانان دي نور د ورباندي تپلو مشرانو ناسمي پريکړي ومني.