
د افغان سولې د ټېنګښت او د افغان امریکا جګړې د پایته رسولو په موخه د سولې څلورمه رسمي ناسته د قطر په دوحه کې د ۲۰۱۹م کال د جنوري په ۲۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې یې دوام وکړ، هلته وروسته نږدي له ۱۹ کلونو امریکا د افغان – امریکا جګړې په برخه کې خپل مسولیت یو ډول ومانه او په جدي توګه له طالبانو سره د سولې پر پیچلو او مهمو موضوعاتو د مذاکزاتو میز ته حاضره شوه.
دغه راز د طالبانو له لوري د قطر سیاسي دفتر مشري ملا برادر ته سپارل خپله هغه څه ګڼلی شو چې روانه پروسه به لا مخته ځي او ښیي چې طالبان په خبرو کې جدي دی، ځکه ملا برادر د طالبانو د تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه دی. نوموړی اوس هم په طالبانو کې د مطرح نظامي او مذهبي مشر په توګه لوړ ځای لري.
په ټوله کې د دواړو لورو ترمنځ تر شپږو ورځو د خبرو غځېدل، له خبرو وروسته د دوی دریځونه او د بېلابېلو سرچینو خبرې، ټول ښيي چې د امریکا ـ طالبانو په وروستیو خبرو کې پر مختلفو مسائلو بحثونه شوي دي او لکه څنګه چې زلمي خلیلزاد ویلي، امریکا او طالبان د سولې پر یوه عمومي چوکاټ هوکړې ته رسېدلي دي؛ خو په دغو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ـ چې د څلورمې رسمي ناستې اصلي اجنډا وه ـ هغه څه دي چې ښکاري دواړو لورو پرې نسبي توافق هم کړی دی.
دغه راز په تازه څرګندونو کې د امریکا ولسمشر خپل ملت ته په کلنۍ وینا کې د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو په اړه جدي دی. د ده په خبره له همدې امله یې د سولې مذاکرات چټک کړي دي او هڅه کوي د افغانستان د جګړې ختمولو ته سیاسي حل پیدا کړي، له دي سره هممهاله افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلي چې افغان جګړه نه امریکا ګټلی شي او نه هم طالبان، نو اړینه ده چې اوس دا ستونزه له سیاسي لارو چارو حل شي.
د خبرو یواځنې ادرس - طالبان
وړاندی د ماسکو او په تېرو ۲ میاشتو کې د قطر ـ دوحي مذاکراتو وښوده چې طالبان اوس له هغو پړاوونو تېر شوي چې مشروعیت لري او که نه، طالبان د افغان ولس یوه برخه وه او دي، دوی پر سیاسي ډګر کې د تير کوچني اختر په جریان کې د شوی اوربند له لاری څرګنده کړله چې د روانې کښالي اصلي ځواک او لوري ده او باید د جګړې د دوام بهرني خواوی د جګړې د دوام پر ځای د ستونزی د جرړې ایستلو معقول او ممکن حل ته چې د زبیښاک او تاړاک نارواه دوام دی د پای ټکي ایښودلو پر موخه د غلطو دروازو ټکولو ( اسلام اباد ) پر ځای له دوی سره د روانې جګړې پر اصلي اجنډاه مخامخ او نتیجه لرونکي خبرې وکړي.
داځکه که له منطقي اړخه ورته وکتل شي، کله چې هم په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په ګران افغانستان یرغل وکړل او تراوسه دلته حضور لری، هواه د دوی په واک کې ده، قومانده د دوی په واک کې ده، وسله د دوی ده، پیسې د دوی او ستراتېژی هم د دوی ده، داچې ټرمپ د سهیلي اسیا په ستراتیژی کې د افغانستان لپاره، جګړه ییزه ستراتېژی جوړه کړه، دا د چا انتخاب دی؟، دلته وینې تویوی، دلته زندان لری، دلته د خلکو په کورونو چاپه وهی، نو دوی د دی ټولو مسوول دي، د جګړې هم مسوول دی او د دی ټول منطقي طرف طالب دی او د طالب ادرس هم مالوم ده.
ماسکو، بین الافغاني ډیالوک
په ورته وخت کې له نیکه مرغه په ماسکو کې د افغانانو خپل منځي ناستي د بین الافغاني ډیالوک هغه ورک څرک هم راپېدا کړل، کوم چې د سولې مخالفینو یې په اړوند ډېر کله له وهم او ابهام څخه ډک تعبیرات لرل او طالبان او افغان مهم کورني جهتونه یې د دغه کفایت څخه خالي بلل چې یوی داسي پریکړې ته ورسیږی، کوم چې د بهرنیانو له وتلو وروسته ونه توانیږی ترڅو خپلي ستونزی د ډیالوک او سولییز حل د میکانیزمونو له لارې حل کړی.
هلته ماسکو) کې د افغان ۴۰ کلن بحران دغه مهمو کورنيو جهتونوو، لیدلوری که څه هم د هغوی د فکری تړاوونو پر بنسټ مختلف وو، ولي د بهرنیو ځواکونو او سولې په تړاو، د مرګ ژوبلې او په ټوله کې د دې اوږدې غمیزې د بېلا بېلو اړخونو په باب د ولس د زړه غږ ؤ. د جګړې له دوامه ټولو بېزاري ښودله او دا چې بېلا بېل اړخونه یو د بل مخې ته ناست وو د ټولو لخوا سوله او آرام، خپلواک او د پردیو له اغېز نه پاک او خوندي افغانستان څخه یې د ګډ او ستر ارمان په توګه یاد شو.
مونږ د ولس په توګه د دغه ډول بېسارې نوښتونو څخه هرکلي کړو او د مثمیره دوام غوښتونکي یې یو.
شخصي ګټی او د قدرت مافیا، د سولې په وړاندی ستر خنډ
اوس پداسي حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانې افغان – امریکا جګړې د پایته رسېدو په موخه د سیاسي جوړجاړي لپاره د مخامخ خبرو پیل او د دې خبرو دوام، هغه څه ګڼلی شو، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د مذاکراتو یخ اوبه کړې او پدې اړوند یې وروسته له دوه لسیزو جګړو د ریښتوني سولې هیلې زیاتې کړې دي، ولي په مقابل کې د امریکا خلاف د افغان حکومت د دریځونو بڼه تونده شوی او انديښنه ښیې چې که د افغان حکومت له مستقیمي رهبری پرته د سولې هر ډول مذاکرات کیږی دا د افغانستان د تجزیی او د پردیو ګټو د تامین په مانا دی.
ولسمشر غني د پرلپسي څرګندونو څخه په یو دریځ د موقت حکومت د مطرح شوی احتمال اړوند دغه چاره له ګندمګ سره یو رنګه بللي او د وینو په بدل کې د نه لاسلیک خبره کړي.
ما ته د یو افغان په توګه د ولسمشر غني انديښنې د افغانستان د بیا شړېدو او خپل منځو جګړو ته د تګ اړوند مهمي بریښې او پدې اړوند له معقولیت څخه خالي نه دی، ولې ځمکني حقایق او روان بدلونونه تر ډېره د ډاکتر غني خبرې یوازې د انديښنو تر درشله ښیې او پدې برخه کې د امریکا د سفارت وروستي اعلامیه چې د سولې کیلي کابل کې دی او بیا د افغان حکومت تیژ ژبي دریځونه او په مقابل د سولې کې د ټاکنو حتمئ کېدلو بحث د دي ښودنه کړې چې ډاکتر غني د خپل واک د دوام اړوند انديښمن ده، او خپل سیاسي پایښت تر ټاکنو وړاندي سولې کې نه ګورې.
د دی ترڅنګ د سیاسي قدرت لیوني، د ۱۹ کلن سیاسي منصبونو غاصبین، اقتصادی مفسدین، بی ملته تکنوکرات سیاستوال او په ټوله کې د ناټو په اجره چلېدونکې او د سیمي د جاسوسو شبکو سوټیان د دغه خړو اوبو څخه خپل ماهیان نیسي، او د دوی هغه ډله چې ولسمشر ډاکتر غني یې محاصره او په انحصار کې کړې، دوی د سولې خلاف ولسمشر مدیریت کوی او حالات ورته داسي تحریف کړې رسوی چې د هر نیک ګام او مساعد فرصت څخه یې ذهن ۹۰ کلونو ته ګرزوي.
زما غوښتنه د سولې د یو فعال په توګه دا دی چې سوله د افغان ملت لومړیتوب دی، هېڅ داسي لاسته راوړنه د سولې په وړاندی د دفاع وړ نه دی چې د سولې تر بیی لوړ ارځښت ولری، ځکه په سوله کې مو اختیار خپلیږی، یوالي مو په ځواک بدلیږی، افغانستان خپل تاریخی حیثیت او اقتدار ته ورګرزي او په ټوله کې د افغان انسان ژوند چې لومړی بشری حق دی ورته راګرزی او پدی توګه د افغان انسان وینه، ژوند او انسانیت د سولې له لارې خپل کیږی.
بنآ، هر څوک، ولو ولسمشر که د سولې مخالفت کوی او خلاف د تاریخی ذهنیت د پروپاګنډا له لاری د سولي بریا او د ګندمک تړون تشبیه کوی دا غلط کار دی اود حتمې تاریخي انزواء سره به مخ کیږی.
ځکه تر ګندمک ډېر په نږدی تاریخ کې مونږ شرمونکي او ذلیله بېلګه چې لرو هغه د امنیتی تړون لاسلیک او پر ډېورنډ د پنجاب له لوری د اغځن تار غځولو اړوند د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غني چوپتیا ده.
پایله
څه کول پکار دی؟
د واقعیتونو تحلیل دا حقیت رسواه او څرګندوی چې روانه جګړه تپل شوی، پردي او د نورو په پنډونو، بمونو او بارودو د بګرام د هوایی اډې له قومنداني څخه په سیاسي او نظامي کچه اداره کیږی.
بل لور ته د جګړې بن بست او د امریکا پدې ستر غرور وروسته له نږدي ۲ لسیزو پدي قانع کېدل چې یواځئ خبرې او مذاکرات حل لاره ګڼې او په جګړې کې بریا د سکاټ میلر په خبره هېڅکله واقعي نه دي، دا ټول یوه خبره واضح کوي چې د سولې رواني خبرې پر حتمئ نتیجه مشتملي دي، امریکا به وځئ او دابه افغانان وی چې لکه د ماسکو د بین الافغانی ډیالوک په توګه چې خپل کورني مسایل به په خپل وطني کفایت حل کوی او د یو موټي او متحد افغانستان په لور به پخپل اختیار نه د ناټو په سوټي د خپل هېواد برخلیک به په خپله ټاکي.
بنآ، وړاندیز مو دا دی چې ولسمشر ډاکتر غني دی د سولې په وړاندي نه خنډ کیږی، په بهرنیانو به تر کله ځان ساتي، بهرنیانو ډېر پریښي، نو له تاریخه درس او عبرت پکار ده او د سولې په اړوند د هر نیک تړون څخه باید ښه راغلاست وشي او د ګران افغانستان د پایښت، عزت او عزمت تاریخ تدبیر یواځئ په سوله کې کېدای شي.