داځای د لوټمارو ټینګه اډه شوه
د غلو دولت د غلو ارګه بارګه شوه
ورځ توره تياره او شـــــپه رڼه شوه
غدار ته د مــشر ويـــلو زمانه شوه
ټګه زمانه شوه د دوک کانه شوه
سقــــا وي راژونـــــدی شـــــوه دوباره
سقا زی ته د ماما ویلو شوه زمانه
د استقـلال له یادونې ویرېږې ټوله
هيـــواد د غدار نو دارالخــــلافه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د اتل له ګوره راووتل بهرچینجان
ځينې ګيډران ځینې شوه ليـــوان
نرانو واچوله پر خپلـــو سرو پټوان
وخت د شـــــوله بخـــــواو پرده شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دمشرانو زوی ورور شوه سوداګر
هغوی د خپلو پلرونو شوه کماييګر
لوټمــــاران ټوله شوه ښــــه توانګــــر
د زور مټو او خونـــکارويارانه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
دلته آزاد شــــو ل رمــــــــې ته شرمـــــــښان
په قراردادنو کــــــــې ټولو شول غنيــــــان
زوی اخلــــــي د مرميــــــــــــو ضد موټران
په آبا يي د هريو لــــس زره ډالره ذمه شوه
ټګـــــه زمانه شوه دا عـــــــجبه يارانه شوه
دحــج وزير يې تسبی اړوی دی په سجده
د حاجيانو د قـــــــــــرباني پيسو ته دی خزه
د برېښنا وزيریې د چم سره لري اړيــــــکه
د ایران په زړو توربینونه موګذاره شوه
ټګــــــه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د اتل انځـــــــور شوی نښان د حريت
په درواغو ولاړ دی زمـــوږ حاکميت
لکــــــــه د ګاډۍ آس روان دی دولت
واليانـوو ته د پاچا امر پوکاڼه شوه
ټګــــه زمانه شوه دا عجبه کانه شوه
د خونخـــــــوارو و بښله جـــــــــــرمانه شوه
دمجــــــرمانو او زورمــــــــــــټو يارانه شوه
غله د مشر په امر خلاص له شــــــــاقه شوه
پاته دچا نوره د لته کومه ماڼه ګیله شوه
ټګـــــــه زمانه شوه دا عـــــــجبه کانه شوه
مخالفت د څــــوکۍ لپاره شوه بهـــــــانه
په دوبی کې د قصـــــرونه شوه مقابلــــه
د بيـــــــت المال د تښتولو شوه مســـابقه
د ډالروځغلــــول یوه عادی کيـــــسه شوه
تګـــــه زمانه شوه دا عجــــــــــبه کانه شوه
په مــــوږ د لیونيـــــانو شــــــــوې ده کانه
دشهیدانو مو هیر ه کړې ده هديـــــــره
له شهيــــــــده پورته کيږی سياسی ګټه
شيطان ته ډالـــۍ د ملایکو درجه شوه
ټګه زمـــــانه شوه دا عجــــــبه کانه شوه
داهيــــــواد د ګيــــدړا نو شوه ديـــــره
زمريـــان شوه د موزکانو په قبـــــضه
لیوانو ته برابره شوه د داړلو زميـــنه
د نفاق لپاره ټول شرايـــــط آماده شوه
ټګه زمانه شوه دا عــــــــجبه کانه شوه
دلته موډ شوي دي ښکــــــــــــــروردرواغ
شاړې ته ویل کیږي د شاليــــــمار باغ
سپينی کوتر ی ته ویل کیږی تور زاغ
دلته د پښه پر پښــه اړولو بیا دوره شوه
ټګه زمانه شوه دا عــــــــــــــجبه کانه شوه
دلته په سپـــــــينه ورځ تشیږي بانکونه
په سپينه ږيــــــــره خلک اخلي رشوتونه
هر بدماش دټاپو لري کلکسيـــــــونونه
د شنو سرو راسته چپــه ټاپو دوره شوه
ټګه زمانه شـــــوه دا عجــــــبه کانه شوه
ديــــموکراسی د چاقو لاســتی شو دغلو
لاندې د سپـــــــــنو کوترو شـــوه تر وزرو
تيــــل شوه د غورازه او دريــــــدلو موټرو
په خوارانو پيل شو وارونه د لغتو سوکو
زموږ ناغیړۍ په نړۍ کې اونمره شــــــوه
ټکـــــه زمانه شـــوه دا عجبــــــه کانه شوه
پاکستان راته جــــــوړ کـــــړه رهبـــــران
تښتيـــــــدلی يـــــي ورته کړه پيــــروان
کومندانان يي کړه ورته لغړيــــــــــــــان
زمریان اوس د ګیدړو په ولکـــه شوه
ټګه زمانه شـــــــوه دا عجبــــه کانه شوه
په ټاکنو لګول کييږي میلیونونه ډالره
يـــــــو ټاکنه يي دوې کـــــړې له اوله سره
په جنګ کې کله ټاکنې کيييږي بې خبره
په اشغال کې د ټاکنو پورته ولوله شــوه
ټګـــــــه زمانه شوه دا عجــــبه کانه شوه
دشـــورا غړی کييييدای شي اميـــــان
قوانيـــــن جوړوی دلته جنايـــــتکاران
ځکــــــه پر مـــــخ نه ځي زموږ کاروان
د هر غدار دلته مخ و شا کيــــسه شوه
ټګه زمانه شوه دا عجــــــــبه کانه شوه
ټوله نړۍ دې ښه ټاکنو ته حيــــــــــرانه ده
دشورا پنځوس په سلو کې له ايــــــرانه ده
نوره يي د امریکا روس او پاکستانه ده
په شورا کې د افغانانو صفر سهميه شوه
ټګه زمانه شــــــــــوه دا عجــــــبه کانه شوه
دا افغانستا ن شــــــتون نه لري تجزيـــــه
مشر مو ورکوی هــرملت ته یوه ناحيــــه
مشر مو غواړی دا هيــــــــــــواد خوشبخته
طالبان او القاعـده هغه ته یوه بهانه شوه
ټګه زمانه شـــــوه دا عجبـــــــــــه کانه شوه
د امـــــريــکا دیموکراسۍ مــه کوه پرسان
هغــــــوی لري دلــــــــته آزادۍ د بمــباردومان
ځينې کلکسيــــــــــون جوړوي د غړو د افغان
د لته دتفنن لپاره د د افغان د وژلو میله شوه
ټګــــــه زمانه شــــــوه دا عجبـــــــــــه کانه شوه
دې ټاکــــــــنو د نړۍ سترګــــــې کړې رانــــجه
هغو رای ورکړه چې پر غوږ یې وه مانـــــجه
هر څه کيـــــــږی دوطنپلــــــــورو په خــــــوښه
بیا وسلوال سپاره رسمی زموږ په شانه شوه
ټګــــــه زمانه شـــــــوه دا عجبـــــه کانه شــــوه
وايـــــي افغانســـــــتان بايـــــد شـــــي تجزيــــــــه
افغان يــې پاک ته کليــــــــــــــنتن کــــړه تحـــــفه
د بلــــــک په عقل افغــــــان بايــــــدشي دوه پله
د افغان لپاره د بیړاګانو د فيــصلو دروه شوه
ټګـــــــــــه زمانه شـــــــوه دا عجبـــــــه کانه شوه
وروستي