سوله که تېښتې ته بهانه!

د افغانستان څه د پاسه څویښت کلنې جګړې زیانو نه خپله افغانانو ولیدل ، له بله اړخه د ګاونډي هیوادونو تر څنګ په افغانستان کې د دغې جګړې پراخه لمنې تاوانونه امریکا او روسې ته هم ورسیدل!

بدبختانه ؤ وایم چې افغان ولس د دغې جګړې کوربه دی، ځکه خو ډیری تاوانونه یې همدغه افغانان ویني!

دا چې ګران افغانستان مو په ډېرو تاریخي او اساسو شېبو کې اوسیږي، نو د ملت مشرانو او د واک اشخاصو ته پکار ده چې په دې شېبو کې د دقت او زېرکتیا څخه کار واخلي!

لکه د داکتر نجیب الله په دور کې د تش په نامه د سولې په شان د سولې قرباني نشو.
صادقانه او رښتیني سوله د افغان ملت تر ټولو لویه هیله ده !

ځکه چې په سوله کې عزت دی، په سوله څوکالي ده. په سوله کې د خاورې د ملي حاکمیت تضمین دی. د سولې په راتګ سره لوړ ارزښتونه خوندي وي. اجتماعي عدالت، ټولنیز شعور، د بیان ازادي د دې ټولو تقویه په سوله او یووالي کې ده.

په دا وروستیو کې چې د امریکا په منځګړتوب د افغان حکومت او طالبانو تر منځ چې کومې د سولې خبرې راپیل شوي دي، د پیل خبرو یې یو تعداد افغانانو ته ځینې پوښتنې را ولاړې کړي دي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د تفاهم په نتيجه کې به کوم ډول حکومت رامنځ ته شي؟

له یو خوا افغان ولس یو ولسواکي او ریاستي نظام غواړي!
له بله خوا د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکراتي ټيم مشر الحاج محمد عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې موجوده افغان حکومت یو لاس پوڅې او په افغانانو تپل شوې اداره وبلله.
خو له بل پلوه په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف په یوه مقاله کې د امریکا په اقتصادي ودې چې تر پخوا پکې نیم کمی راغلی، لیکي!

ولې امریکا له افغانستان څخه وځي؟
د نوموړي په وینا د یو امریکایي له خولې د امریکا د ولس لوی اکثریت نظر!
په افغانستان کې د امریکا جګړه بې ګټې ، اوږده او بایلونکي جګړه ده، ځکه خو د امریکا زیاتره ولس د همدغې جګړې څخه ناخوښ دی!

عبدالسلام ضعیف په خپله مقاله کې ډېر مهم ځای ته اشاره کړې ده، هغه لیکي!
کله چې امریکا په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان یرغل کاوه، هغه وخت کې د امریکا اقتصادي قوت د افغانستان تر شاوخوا هیوادونو(چین، روس، پاکستان او ایران) په څلور برابره (۸۰ سلنه) لوړه وه، په ۲۰۱۸ ز کال کې د امریکا اقتصادي وده د یادو هیوادونو اړوند دوه برابره هم کمې کچې (۲۰ سلنه) ته را ټيټه شوې ده .

اقتصاد پوهان په دې فکر کې دي چې که دغه حالات همداسې روان یي نو ۲۰۱۹ ز کال تر پایه پورې د امریکا د قتصادي ګراف چې د نوموړو هیوادونو په ۲۰ سلنه په توپیر لري ، شاید له هغه وروسته به په اقتصادي لیست کې په ټیټه برخه کې قرار ولري چې امریکا دولت یې د تحمل حوصله نلري.
د امریکا دغه بې خونده بڼه ، اوس په دې کوښښ او هڅه کې ده چې خپلې کمزورتیا وې په افغانستان کې د بې بنیاده سولې په راتګ سره پټې کړي او د تېر په څېر د بیا لپاره په دې وطن کې کورنیو جګړو ته لاره هواره کړي!

په امریکا زموږ باور نه مخکې وو او نه اوس چې دوی دې د افغان خاورې ته صادقه وي.
دا چې د اقتصادي کمزورتیا له امله خپلو شخصي هدفونه ته ونه رسیدل، دلته یې د سولې په نوم په استفادې سره خبرې پیل کړې!

امریکا دولت ته خپلې ګټې تر هر چا معلومې او مهمې دي، او نه د بل په خیر خپل کوښښونه کوي!
موږ ته په کار ده چې د ښه دلیل او تعقل نه ګټه اوچته کړو او د موجوده فرصت نه په استفادي، د خپل وطن لپاره د سولې په برخه کې بنیادي ګټه و لټوو!

د عبدالسلام ضعیف خبره دا هیواد په درواغو، تهمتونو ، پیغورومو ، باټو او پټکو نه جوړیږي!

سوله غواړو او رښتینې سوله غواړو!