فرانسه کې اور لګېدلی او نهه کسان په کې وژل شوي دي

روهي (درې نۍ/۱۶ د سلواغې)، د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د يو اپارتمان دننه اور لګېدلی دی چې له امله يې نهه کسان وژل شوي دي.

ويل کيږي چې په رواني ناروغۍ اخته يو ميرمن د اور لامل شوې ده او د پوليسو له خوا د پلټنو په موخه نېول شوې ده.

اور وژنکې ډلې سيمې ته رسېدلي دي او اور يې وژلی دی. تلفات هغه وخت رامنځ ته شول چې يو شمېر کسانو د ودانۍ له لوړو پوړونو لاندې ځانونه وغورځول.