
دا مهال په پېښور کې پنځه پښتو ورځپاڼې خپرونې کوي ،وحدت،خبرونه ،هېواد،پښتون پوست اوجرگه
وحدت خوټولوپښتنوته څرگنده ده ،چې نيږدې پنځه ديرش کاله پخوانۍ ده ،هېواد همداس جرگه ددوه زره لسم کال دفبرورۍ په لومړۍ نيټه بازارته راووتله اوجولايي په دولسمه ي
ې درواخلئ .
خبرونه خودپاکستان ديوسترسوداگرله خپريږي ،چې گته اوتاوان يې ورته ارزښت نه لري ،خويوازې نوم يې بس دى،
پاتې شوه پښتون پوست اوجرگه
پښتون پوست ،چې د دوه زره اتم کال داکتوبرپه لومړۍ گڼه يې د ډمي په خپره شوه
اوپه رسمي بڼه ددوه زره نهم کال دجون په لومړۍ نيټه يې لومړۍ بازارته راووتله .
جرگه
ې رنگينه بڼه خپله کړه
منځپانگه يې
له وحدت پرته نورې ورځپانې خپله تکيه په پښتوويبپاڼوکوي .ليکنې اوخبرونه له ويبپاڼوڅخه اخلي ،چې ځينې داړوندې ويبپاڼې دنوم ديادونې سره اوځينې بې له يادونې خپره وي .
لگښت
که څه دجرگې ورځپاڼې ته دپاکستان د اطلاعاتووزارت رسمي اجازه ورکړې خواعلانات (اشتهارات)يې لا نه دي ورکړي اولگښت له جيب څخه ورکوي اونورې ورځپاڼې بيا ددولتي اونادولتي اعلاناتو له لارې خپل لگښت پوره کوي،
ستونزې
داټولې ورځپاڼې له يوډول ستونزوڅخه سرټکوي دپرسونل (کارکوونکو) اقتصادي ستونزوته بيخي پا ملرنه نه کوي اوځينې دخپلوجيبونوپه ډکولوبوخت وي اوخپلوکارکوونکوته ياکم معاش ورکوي اويايې څلورپنځه مياشتې وروسته ورکوي اوپلمي ورته کوي ،چې داطلاعاتو وزرات ورته داعلاناتوپېسې نه دي ورکړې ،چې دې کارليکوال اوژورنالستان له پښتوورځپاڼوسره کارکولوته زړه نه ښه کوي
که سړى دې ورځپاڼوته وگوري نوټولې دولسي گټوپرځاى شخصي گټوته لومړيتوب ورکوي ،په دې پسې ده دي ،چې ولس له تازه پېـښوخبرشي خواشتهاراتواواعلاناتو پسې مړه دي ځينې ورځپاڼې خويوازې په يو، يوکمپوزر کارکوي دخبريال کارهم ترې اخلي نوپه توگه به پښتوورځپاڼې څنگه پرمختگ وکړي ؟
فضل قادر انډيوال پېښور