‎د شهید ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله واکمني!  ‎

‎‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله چې کله د اففانستان ولسمشر کېده هغه وخت ور ور روسان له افغانستان څخه د وتلو په حالت کې و او د هېواد په لریو سیمو کې مجاهدینوهڅه کوله چې د نجیب الله حاکم نظام ‎ونړوي، له مجاهدینو د پاکستان ، او غربي هېوادونو ملاتړ ددې سبب شوی و چې ‌‌‌‌‌‌ډېرو له شهید نجیب څخه ځانونه لرې کړي، خو بیا یې هم وکولی شو چې دوه کاله حکومت وکړي، سره له دې چې د نجیب حکومت د پوځي اړخه ‌‌‌‌‌‌ډېر پياوړی و ، خو نجیب کله هم د مجاهدینو په وړاندې له زور څخه کار ونه خیست ،‌‌‌‌‌‌ډېری پلویانو یې دده دا لوړه حوصله د مجاهدینو په وړاندې دده ضعف ښوده.

‎خو په جلال آباد کې د مجاهدینو او پاکستان په وړاندې په جګړه کې د نجیب د پوځ بریا دا وښودله چې نجیب الله په شته امکاناتو سره کولی شي چې یو بریالی او با اقتداره حکومت ولري.

‎شهید نجیب الله مجاهدینو ته د سولې لاس اوږد کړ، خو ونه توانید چې له مجاهدینو سره سوله وکړي.

‎شهید ‌‌‌‌‌‌ډاکټر نجیب الله د دوو کلونو په اوږدوکې د خپلو ‌‌‌‌‌‌ډېرو نېږدې کسانو
‎د خیانت شاهد هم و، چې همدې نېږدې کسانو یې په وړاندې کودتا وکړه.

‎شهید نجیب الله ‌‌‌‌‌‌ډېره ماتې د خپل حزب او حکومت د نېږدې اشخاصو څخه ولیده.
‎شهید نجیب د هېواد. د اوسني حالت وړاندوینه یې ‌‌‌‌‌‌ډېره پخوا کړې وه ، خو هیچا هم دا مسله جدي ونه څېړله، د شهید نجیب د حکومت تر ړنګېدو وروسته افغانانو بیا ښه ورځ ونه لیده.

‎د نجیب ځانګړتیاوې! 
‎نجیب لوړ او مقتدر انسان او د ښې ځوانۍ لرونکی شخص و.او تر اوسه هېڅ ولسمشر د نجیب په شان ښکلی او با اقتداره نه و. ‎د خبرو بلاغت ، او زیرکتیا یې هېڅوک نه لري، کله به چې نجیب غږېده تل به یې د قران او احادیثو یادونه کوله.
‎نجیب مهربانه انسان و. ‎د نجیب د حکومت په اوږدو کې د فساد سره خلک
‎نه آشنا و.‎ نجیب یو با اقتداره انسان وه چې همدا شجاعت یې ددې سبب شو چې د افغانستان ولسمشر شي.

‎نجیب ‌‌‌‌‌‌ډارن نه و، مجاهدینو ته د قدرت پرېښودل او یا هغوی ته د سولې وړاندیزونه خپله د نجیب د مېړنتوب ښارندويي کوي.

‎نجیب ‌‌‌‌‌‌ډېر وطندوسته و او د پاکستان سر سخته دښمن و پاکستان یې هم سخت دښمن و دلیل یې دا وه چې نجیب د پاکستان غوښتنو ته غاړه نه کېښوده.

‎نجیب پاک سړی و او د نورو افغانانو په څېر یې عادي ژوند لرلو، نجیب او کورنۍ یې د هېواد په هېڅ برخه کې حتی یو وړوکی جایداد نلري.

‎نجیب با تقوا انسان و او هېڅ راز اخلاقي فساد کې لاس نه درلوده او خپلې کورنۍ سره یې بې پایه مینه لرله.

‎نجیب له کوچنیوالي یو هدفمنده انسان و چې همدې هدف دی ولسمشرۍ ته ورساوه.‎ خو نجیب اساسي موخې ته ونه رسېد چې هغه موخه یې په ټول هېواد کې سوله وه. ‎د افغانستان په تاریخ کې د نجیب په څېر هېڅ رهبر دومره لوړ تفکر نه درلوده او نه به یې ولري،ځکه چې د هېواد اوسنی جاري حالت یې له مخکې ښودلی وه، ‎بدبختانه چې د نجیب دښمنانو ته د هغه دا لوړ تفکر د منلو نه و نو د دښمنۍ له لارې نجیب سره یې مخه شوه، ‎او بالاخره نجیب لاړ، خو د هغه تفکر ، مېړانه، وطندوستي ، اقتدار او مینه یې د افغانستان د خلکو په زړونو او فکرونو کې د یوه خوب په څېر پاتې شو چې بیا به حقیقت نشي، او نه به تکرار شي.