له پښتنو د منظور پښتين غوښتنه: ارمان لوڼی په ظلم سره شهيد شو، د نړۍ په ګوټ - ګوټ کې لاريونونه وکړئ

روهي (درې نۍ/۱۶ د سلواغې)، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د نړۍ په هر ګوټ کې له پښتنو غوښتي دي چې د ارمان ابراهيم لوڼي د سره د شوي ظلم په اړه غږ پورته کړي.

نوموړي په ټوېټر او فېسبوک د نړۍ پښتنو ته ليکلي دي، "سبا به چه چرته هم پښتنه اباد دی هلته به دا ارمان په بې دردی سرا شهید کولو خلاف احتجاجی مظاهرې وي ټول ملګری دا خپل ښار دا احتجاجی مظاهرې وخت او ځائ په فیس بک اپلو‌‌‌‌‌‌ډ کئ او خپلو علاقو کښې دا خبرتیا کمپین په لو‌‌‌‌‌‌ډ سپيکرو وچلاوئ"

د امريکا په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د منظور پښتين د دغه غوښتنې هرکلی شوی دی او ښايي چې نن او سبا پراخه لاريونونه تر سره شي.

د يادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهيسې په خيبر پښتوخوا او افغانستان کې د ارماڼي غيبانه جنازې کيږي او د پاکستان پوځ پر ضد لاريونونه تر سره کيږي.