
روهي (درې نۍ/۱۶د سلواغې)، د د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو د ټرمپ ادارې ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرې يې په چارو کې لاس وهنه وکړي نو له سپينې ماڼۍ به غچ واخلي.
نوموړي دا ګواښ وروسته له هغې وکړ، چې امريکا د برتانيايې او هسپانيې په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونو وهڅول ترڅو د نیکولاس مادورو پرځای د خوان ګوایدو حکومت په رسميت وپېژني.
اروپايي ټولنې له نیکولاس مادورو غوښتي وو چې له وخت وړاندې ټاکنې اعلان کړي او له سره دې انتخابات وکړي، خو نوموړي دا غوښتنه رد کړه.
نیکولاس مادورو دا خبرداری هم ورکړی دی چې ښايي وينزويلا د يوې خونړۍ کورنۍ جګړې په لور لاړه شي.
د امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو د لاس وهنو په اساس، له تېرې يوې مياشتې په وينزويلا کې سياسي وضعيت کړکېچن شوی دی.