
روهي (درې نۍ/۱۶ د سلواغې)، د نړۍ د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ فرانسیس تېره ورځ په يو رسمي سفر عربي متحد اماراتو ته لاړ او هلته يې د مصر الازهر جومات امام شیخ احمد الطیب سره لېدنه وکړه.
دغه دواړو مذهبي مشرانو ويلي چې د نړۍ ټول دينونه معصوم دي او ځيني کسان غواړي چې د دينونو په نوم ناوړه او د تاوتريخوالي چارې تر سره کړي.
د الازهر جومات امام شیخ احمد الطیب ويلي چې په اوسنۍ نړۍ کې هغه وخت د اسلام سپيڅلي دين نوم بد شو، چې وسله والو په ۲۰۰۱ سېپټمبر کې په امريکا بريد وکړ.
نوموړي په ورته وخت يو شمېر رسنۍ هم تورنې کړې دي چې د اسلام اصلي موخه او هدف يې هير کړی او بل ډول د دغه سپيڅلي دين تفسير کوي.
دغه دواړه مشرانو په ګډه د يو جومات او يوې کلېسا د بنسټ ډبرې هم کېښودې.