په ونه دنګه، لکه چنار ځواني
اه غنم رنګه، لکه چنار ځواني
څه په نخرو ځي دا ليونۍ جینۍ
څه ړنګه بنګه، لکه چنار ځواني
ګلاب ګلاب نرګس نرګس ځواني
هغه ګلرنګه، لکه چنار ځواني
د حُسن سیال يي بل چېرته نشته
لاچي لونګه، لکه چنار ځواني
زه به يي څنګه صفت ونه کړم
په حوی ملنګه، لکه چنار ځواني
چې مخامخ شي له انتظار سره
په ژبه ګونګه، لکه چنار ځواني
وروستي