ټرمپ له افغانستانه د پوځيانو په وتلو ټېنګار کوي خو د مکسېکو پولې ته يې تازه ۳۷۵۰۰ سرتيري لېږلي دي

روهي (دوه نۍ/۱۵ د سلواغې)، د امريکا متحدو ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه د امريکا او مکسېکو ترمنځ ګډې پولې ته ۳۷۵۰ پوځيان لېږلي دي.

د امريکا د دفاع وزارت ويلي دي چې له دغه پوځيانو يې موخه په ياده پوله د اغزن تار او ديوال جوړولو امنيت دی او همدا ډول به په سيمه کې د امريکايي استخباراتي مامورينو سره مرسته کوي.

د ټرمپ ادارې مکسېکو ته په داسې وخت کې سرتيري لېږلي دي چې له افغانستان او سوريې د خپلې پوځيان په وتلو ټېنګار کوي.