
روهي (دوه نۍ/۱۵ د سلواغې)، د پښتون مبارز ارمان ابراهيم لوڼي خور وړانګه لوڼۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په غړو کوي چې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي.
نوموړې تېره ورځ د خپل ورور په جنازه کې ګډون وکړ او په خپلې وينا کې يې ويلي دي چې هسې هم وژل کيږي نو غوره دا ده چې چوپ پاتې نه شي.
وړانګې په پښتنو ځوانانو غږ وکړ چې له مرګ وېره ونه کړي او د پاکستاني پوځ د ظلم او تاوتريخوالي پر وړاندې مبارزه وکړي او غږ پورته کړي.
ارمان لوڼی د پاکستان پوځ له خوا ووژل شو چې په خيبر پښتونخوا او افغانستان کې يې سخت غبرګونونه راپورته کړل.
د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې تېره ورځ د نوموړي د جنازې لمونځ وشو او په يو شمېر ولايتونو کې نن ورځ د لوڼي په ملاتړ لاريونونه په لار اچول شوي دي.