
روهي (دوه نۍ/۱۵ د سلواغې)، تېره ورځ د نړۍ د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسس په يو رسمي سفر عربي متحده اماراتو ته تللی دی.
د نوموړي د سفر اجنډا د دينونو په اړه يو کنفرانس کې وينا او د قاهرې د الازهر جومات له ملا امام شیخ احمد ال طیب سره لېدنه ښوودل شوې ده.
دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د کاتولیک عیسویانو مشر د عربي ټاپوزمې يو اسلامي هېواد ته سفر کوي.
د يادونې ده چې پاپ فرانسس به په عربي متحده اماراتو کې د نېږدې يو مېلېون کاتولیک عیسویانو سره هم وګوري.