پرشاپيريو بدګماني!

 
دوی به دکور په ټولو کوټو، دالانونو، کونجونو او ترمنالاندي کتلي وي، چيغې او نعرې به يې ټول کلي اوريدلي وي، داچي هغه وخت خوږ نه و، که زمابدن نه خوږيده، دلمرله وړانګو سره مي بدن لږ تودوالی حس کړ، پر اړخ را واوښتلم دبدن غړو مي لږ درد وکړ، بياهم دماشومتوب خوب راباندي داسي غلبه کړې وه چي تابه ويل شاپيريو راته خپل خوږ بستر غوړولی دی،کيدلای هم سوای،ځکه هغه وخت لا له کليو او بانډو څخه، دانقلابونو له برکته ډزو، ټکانو، بمباريو او توپونو شاپيرۍ نه وې شړلې، زموږ دکلي پوري خواته غره کي بورې هوسۍ اوسيدلې، دهوسيو خړې سترګي مي له هغه وخته په ذهن کي انځورې دي. له شاپيريو سره مي اشنايې هم وه، دکلي عمر خوړلې بوډۍ به راته دشاپيريو کيسې کولې، موږ ته ورته غوږونه جګ ــ جګ نيولې وو.

کله چي دلمر تودوخه زياتيدله، زړه مي له خوبه وار په وار بيدارېده، بدن مي ترنورو عادي ورځو لږخوږمن برېښېده.د هغه خواږه درد حس چي اوس هم وکړم، احساسات مي ډيري لرې زمانې ته ولاړ سي. سترګومي جرأت نه سو کولای چي رڼې سي، په پټو سترګو مي په ذهن کي نوې ــ نوې خبرې راګرځيدلې؛ زه هم شکن وم، خو ډيره ويره مي له کليوالې شاپيرۍ وه، ګمان مي کاوه چي هغې به له خپله کوره دشاپيريو کلي ته وړی يم، ورو ــ ورو مي لاس دخپل ورور دبسترې خواته اوږد کړ چي تل به زماپه څنګ کي ويديده، لاس مي ناببره پرکلکه ډبره ولګيد، بېرته مي لاس راټول کړ، لاهم پوه نه وم، په پټو سترګو مي بل لاس دمورجانې دبسترخواته ور اوږد کړچي زه به يې له سينې سره ويدولم، دالاس مي هم وتپاوه، ناڅاپه مي لاس پرېوې غټې ډبرې ولګيد، ډير وارخطاسوم، ترخوله مي کړېکه ووتله، له خپلې کړيکې سره مي ډيري تُندې نعرې واورېدلې چي په ويريدلي ږغ زمانوم يادوي. پورته سوم، ځان مي په شيله کي وليد، دشيلې له بيخه مي لوړ دکور لورته پام سو، هغه منامي وليدله چي موږ به پرې ويديدلو، دلته مي سد سرته راغی. دامنا(څپر)زموږ دخونو مخته ولاړه وه، داچي زموږ کور دغونډۍ پرسر و او دکلې له نورو کورونو ډير جلاو، دسرای پرځای مو دغره يوطرف و.

دسرای او حويلۍ بل طرف مودکور خونې وې، دخلکو له سترګو ترغونډۍ پناه وو، دکور ترشامو د بېتوب دغره په نامه دنګ غر و، هغه غونډۍ چي زموږ کلی او کور پرې جوړ وو، دغره او راده ترمنځ وه، کله چي به لمر خپلې وړانګې راښکاره کړې لومړی به دارغنداب په راده وموښتلې او بیابه زموږ پرکلې ولګېدلې. ماچي سترګي ښې وغړولې د راده پرملغلرينو اوبو مي سترګي ولګيدلې، شاعرانه احساساتو مي يوډول نوې خبرې پرذهن راخورې کړې، دلته مي مشر ورور وليدچي زماپه لټه کي لالهانده، دغونډۍ پراړخونو ګرځيد، ناڅاپه يې راباندي سترګي ولګيدلې، معلوميدل چي دوی به زماپه لټون ډير ستړي سوي وي، لکه څنګه چي زماپرشاپيرۍ شک و، کيدلای سي، د دوی شک هم پرشاپيرۍ وو، چي ګواکي زه به يې خپل کورته وړی يم، ورو ــ ورو په نازکو قدمونو دکور خواته په راختلو سوم، په ذهن کي مي ډول ډول خبرې راتلې، وروسته معلومه سوه چي زه، دشپې په خوب کي درغړيدلو لامله له تلتګ سره له مناغورځېدلی يم ، داچي دمنا او شيلې ترمنځ بله پرده نه وه، ځکه ورو ــ ورو ګيل سوی او دشيلې منځ ته تللی يم.

اوس مي هم ياد دي چي زموږ دکلي همځولو ماشومانو به راباندي خندل او زه به يې په ډير خوبي يادولم، ځکه په لس ګونه ګامه ګيل سوی وم، خو ويښ سوی نه وم.د دومره بېغمۍ او بېغورۍ يوعلت کيدلای سي، امن وي اوس خوچي زموږ ماشومان دشپې ويديږي، په ذهن کي يې دچاودنو او بمباريو ازانګې پرتې وي او په ويريدلي حالت کي ويديږي.

زموږ کلی دبېتوب په نامه و، جغرافيوي جوړښت يې داسي وچي دقبلې لورته يې دنګ غر او دلمر خاته لور ته يې دغرونو په يوه اوږده لړۍ کي راحصار رود و، دې راده ته دارغنداب رود وايې، د راده پردواړو غاړو شنه باغونه راګرځيدلي دي، دباغونو او غره په منځ کي کلي اباد دي، ټوله ناوه خورا شنه او زړه وړونکې ده. د راده لړۍ خورا اوږده ده، دباميان له غرونو راپيلېږي، ترغزني راتيريږي، دزابل خاک چوپان، سايګز او ميزانه ولسوالۍ وهي، بياکندهار ته ګډيږي دکندهار هم خورا اوږده سيمه وهي چي بالاخر دهلمند په راده ګډیږي.