
نه سم ويلا ی چې تاثير به څه وي؟د هغې ويناوې، دوی افسانې بولي؛ خو زه يې وړانګې! دافسانو ويونکی نه وي معلوم؛ خو وړانګې هم دلمر وي او هم دسپوږمۍ.دلمر وړانګې په رڼاورځ تړلې خونې ته ترچولو راځي او تياره خونه يې لږ روښانه کړي وي؛زه دا وړانګې هم نه ښيم، بلکي دسپوږمۍ وړانګې يې بولم چي پرتورو شپو راخپري سي، ټوله نړۍ رڼه کړي، بياهرڅوک په شپه کي خپل مسير ليدلای او منزل ته ځان پرې رسولای سي.
دغه وړانګې، زماپرتياره ژوند ديوې داسي سپوږمۍ وې چي بيابه راونه خيژي، هغه د ازل په پريکړه نوره له خپل مداره وتلې ده اوزه يې په تياره کې پرې ايښی يم.
ډير قاموسونه مي سپړلې، دډيرو کتابونو سپينې، زيړې او نيمخامه سپينې پاڼې مي دهغې دتفسير په لټه اړولې دې. دنيټ نړۍ ته ورپسې تللی يم؛ خو دهغې دبشپړ پېژندلو او تعريفولو په اړه دګوګل په ناپايه نړۍ کي هم دپای ټکی و. بېرته راغلم دخپل ذهن پاڼې مې واړولې را واوړلې،د ذهن په کمره کي مي دهغې تصويرونه وموندل يوپه بل پسې مي را واړول. دهغې وروستنۍ تصوير مي دعمر په شپږويشت کلنۍ کي دذهن پرصفحه ثبت و، له هغه مي ورپيل کړه. لنډه داچي شپږويشت غټ پايلونه مي وموندل، په هرپايل کي زما او دهغې دتړلې ژوند ټولې خاطرې له تصويرونو سره ثبت وې. کله چي هم څوک تصوير ته وګوري رنګ يې صحيح کولای سي، دهغه تشخيص کولای سي؛ خو مادهغې هيڅ تصوير تشخيص نه کړای سو، هرتصوير راته په څو بڼو ښکاريده او جلا جلافلسفې يې لرلې.کله چي مي تصويرونو ته کتلې دهغې په اړه يې پريکړه راته سخته کړې؛ ځکه مادهغې له خولې داسي څه اوريدلي ووچي اصلاً هغه څه مانه سوای معلومولای، دهغې دوينا ادبي تيوري ډيره نا اشناوه، پرېکړه نه سم کولای چي دا به ادبي ټوټه وه؟ ادبي ټوټه خو داديب وي، نو اياهغه اديبه وه؟ او دهغې وينا دادب برخه وه؟ ادب خو دزمانې او وختونو په تيريدلو سره بدلون مومي؛ نوزماپه ذهن کي چي دهغې کومه ويناده، دهغې منطقې جوړښت، تخنيکي او فنې جوړښت، دهغې بلاغت او فصاحت ، آن تردې چې دهغې ويناپه څير کوم بل فورم مانه دی ليدلی. ماچي کوم اديبان ليدلي دي ، دهغو دښې ويناجادو هم ډير لږ وخت پرذهن حاکميت لري، خو دهغې وينا له پيدايښته بياتراته ديرش کلنۍ زماپرذهن داسي حاکمه او غالبه ده چي دنورو حاکمانو غلبه نه پرېږدي. بياوايم دابه ديوې معلمې ويناوه، په دې پريکړه کي هم پاتي راسم، ځکه معلمه هم شاګرد ته زده کړه په مزدوري ورکوي او بياورباندي ډير احسانونه هم اچوي او دومره زده کړه لا نه ورکوې څومره چي دهغې زده وي؛ خو هغې چي ماته څه رازده کول، له مينه به ډک وو، دومره زده کړي ته يې هڅولم چي هغومره زده کړه هغې نه درلوده، دمعلمې ډير څه زده وي، خوشاګرد يوازي ترځان تيروي،معلمه دستي خپل موبايل چالاند کړي؛ خودهغې دژوند ټوله توجه ما او زمازده کړي ته وه؛ نو معلمه هم ورته نه سم ويلای او وينايې هم دمعلمې نه وه.
نوداوه څوک او داويناڅه او دچاويناوه؟ چي نه دفيلسوفي، نه د اديبي او نه هم دمعلمې وه او دامؤثر تصويرونه چي په اته ديرش کاله کي دذهنې له صفحې هڅ بل شي ډيلټ نه کړل دا دچاتصويرونه دې؟
په ځواب کي به ووايم: داموروه، دمور ويناوه او وينايې (داللو اللو)مؤثرې سندريزي دکلومې وې چي نه به يې بياواورم او نه به بياداسي څوک پيداکړم!