
روهي (يوه نۍ/۱۴ د سلواغې)، تېره ورځ د پاکستان پوځ په بلوڅستان ايالت کې د ارمان لوڼي په نوم يو بل پښتون مبارز، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی، د پښتو ادبياتو برخه کې د پوهنتون استاد او لېکول ووژلو.
د ارمان لوڼي اصلي نوم ابراهيم وو خو د شاعرۍ، لېکوالۍ او مبارزې نړۍ ته په راتګ سره يې ځان ته د ارمان نوم غوره کو په همدې ارمان کې ووژلو شو.
د ارمان خپلوان وايي چې يوه ميرمن، دوه لوڼه، يو زوی، يوه خور او يو ورور ورڅخه پاتې دي.
دغه پښتون مبارز ځوان د پوهنتون د ليسانس له دورې وروسته د پښتو ادبياتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې وې او اوس مهال يې په همدې برخه کې خدمت کولو.
په ټولنيزو رسنيو د ارمان لوڼي مرګ سخت غبرګونونه راپورته کړي دي او د پاکستاني پوځ ياده چاره يې پښتون وژنه بللې ده.