زيارت

( لنډه كيسه)
دډيرې مودې وروسته مې په کور کې هسې زړه تنګ شو له ډیر سوچ وروسته کې فیصله وکړه چې د عثمان بابا زيارت ته لاړ شم. زيارت په داسې يوځاى كې وو چې شااوخوا يې شنو ونو او د پاكو اوبو يخې چينې را چاپير كړى و او له کلي او بانډې څخه لرې په یوه شنه غوڼدی پروت و چې ما غوندې ډير زړه تنګي کسان به دلته د سیل او چكر لپاره راتلل ځکه چې د هر پلوه د زیارت سیمه د نورو سیمو په پرتله ښایته وه، او عثمان بابا د غونډى پر سر ښخ و. دې زيارت ته به ډير داسې ناروغان راتلل چې په بدن به يې د بخار مرض لګيدلى و او یا به هم پرې دانې را ختلې وې. او خلكو هم پرته له دې چې تشخيص يې وكړي چې د دوى ناروغ څه ناروغي لري همدې زيارت ته به يې را ووستل او له زيارت كولو وروسته به يې ناروغ ته ويل چې بايد چينې ته كوز شي او هلته پكې ولامبي او یا هم ټاکل شوی ځای پکې و وینځي. ډيرو خو به لا دا هم ويل چې يادې شوې اوبو د عثمان بابا د پښو له ګټو ګوتو څخه را وزي او ډیرې متبرکې دي او د ډيرو مرضونو لپاره دوا دي. زيارت ته له رسيدو سره سم پورته غونډى ته پورته شوم، او زيارت ته مې له لاس جګولو وروسته يوې شنې ونې ته ډډه وركړه،د ونې لاندې شنه سيورې او په داسې يوې ښكلې او شنې غونډى باندې ناستي نو دومره خوند راكړ چې خوب خوب راته. څادر مې ځانته ويړ كړ او كرار بې غمه پرې وغځيدم. داسې ښه شيبه به وتلې وه چې يو ناڅاپي ساندو او چيغو له درانه خوبه را ويښ كړم له ځانه سره مې وويل چې خدايه خير كړې دا څه دي.ژر مې ها خوا دې خوا وكتل خو څوك مې تر سترګو نه شول. ما هم چندانې سر پسې ونه ګرځاوو او بيرته مې څادر په ځان را كاږه. خو دا ځل مې لا سترګې نه وې پټې كړې چې بيا ځلې مې ياد شوى غږ تر غوږو شو، نور یې نو زما حوصله هم ختمه کړه او راټوپ مې كړ كيناستم او بيا مې يوې او بلې خواته وكتل خو داسې زګروى مې تر غوږ شو چې داسې لګ را څك شوم و مې ليدل چې ياد شوى غږ په زيارت كې دى ډير مې ځان ټينګ كړ چې ور نه شم خو زړه مې طاقت نه كاوو ځكه چې نارې سورې ډيرې زړه بوګنونكې وې ور ولاړ شوم او له ځانه سره مې وويل چې بايد وګورم چې څه پيښه ده. زيارت ته له ور د ننه كيدو سره سم مې دوه ښځې وليدې چې په زيارت كې ناستې د يوې ښځې پر مخ باندې چې داسې پيغلوټه راته ښكاريده خټې ور موښل شوې وې. خوزما په ليدو يې سپين په خاور ككړ مخ ژر راپټ كړ او زه هم ژر له زيارت څخه را و وتم له زيارت څخه دې بلې خواته را تاوشوم ترڅو له همدې لارې كوز شم او بل ځاى كې يوساعت سيل وكړم ځكه چې نور نو په زيارت كې داسې انګولې د زغملو وړ نه وې.خو يودم مې په يو سپين ږيرې سترګې ولګيدې چې د زيارت شاته د ونې لاندې انتظار دى د سپين ږيري سړي څخه مې پوښتنه وكړه چې كاكا څه ته ولاړ يې نو يې راته وويل چې سياسرې را سره دي ما ويل خير خو به وي څه ناروغي ېې درلوده چې زیارت ته دې راوستلي دي . سپين ږيري راته وويل چې يوازې د لور پر مخ مې دانه را ختلې ده اوس ډيره لويه شوې ده درد كوي او ان ډوډى نه شي خوړى نو مې عثمان بابا زيارت ته را وسته ترڅو خورده او تروشه خاوره پرې ومښي كه خداى يې ښه كړي، ما يې خبرې پرې كړې او ورته مې وويل چې باباجانه دا دانه چې دومره لويه شوې او دومره زيات درد كوي ولې دې ډاكټر ته نه بيوله دا خو ډير خطرناك ځاى دى كيدى شي د لور مخ دې عيبي شي، او اړينه ده چې بايد ډاكټر ته يې بوزې او څه دوا درمل ورته واخلې. خو سپين ږيرې داسې د زړه له اخلاصه په كنډاسه خولو وخندل چې ان لاړې يې زما مخ ته را باد شوې، د ډيرې كمزوري له امله به يې كله د خندا غږ ټيټ شو او كله به لوړ شو خو تر ډيره يې وخندل او بيا يې راته وويل چې په ما ډيرې داسې دانې را ختلي دي او زه هسې ښه شوى يم خو اوس دا زمانه داسې نازكه شوې او د دومره دانې سره هم هسې نارې سورې كوي. د سپين ږيرې دې خندا او دې خبرې خداى شته حيران دريان كړم ځكه د دې ترڅنګ چې په خپله خبره ټينګ وو ځان يې يو لوى فيلسوف او صاحب د كراماتو هم باله او هسې یې د خپلې تیرې ځوانی صفتونه کول خو ما یې د اوریدو توان نه درلود.خو په هر حال دواړه ښځې چې په اغلب ګمان لور او مور به وې له زيارت څخه را و وتې خو پيغلوټې نجيلى سختې كوكې وهلې چې وى مورې مړه شوم درد كوي. خو مور يې يوازې ويل چې بس نور نو مه ژاړه كه خداى كړي وي ښه به شي. له جګې غونډى څخه مور، پلار او لور درې واړه سړې چينې ته كوز شول او هلته يې غوښتل چې په يخو اوبو باندې د پيغلوټې نجيلى د دانې تروشه خاوره چې وړاندې يې په زيارت كې پرې موږلې وه و وينځي. ما يې هم د زيارت له بره سره ننداره كوله پلار ېې خپلې ميرمنې ته په لوړ اواز وويل:
وښځې دا نجيلى اوبو ته ور كوزه كړه چې دا تروشه خاوره د چینې په اوبو کې و ینځي.
ښځې يې هم د سر په ښورولو لور ته وويل: لورجانې هله په خير ور كوزه شه او د دانې ځاى دې پاك پكې و وينځه.
پيغلوټې نجيلى چې سپين مخ يې په مكروبي خارو ككړ كړى او له لرې څخه داسې ښکاریده لکه د ګلاب پر ګل چې د مني ظالم ګردونه پریوتي وي ټينګار وكړ چې مورې درد يې زيات شوى دى سخت سوزش كوي كه په دې يخو اوبو يې و وينځم ليونى به مې كړي.
 
خو مور او په تيره بيا شله پلار يې نه منله او ټينګار يې كاوو چې چینې ته ورکوزه شي او په اوبو باندې خپل په خټو ککړ شوی سپين مخ و ینځي.
 
خو په پاى كې يې لكه څنګه چې په زيارت كې یې خپله لور د تروشې خاورې د موږلو پر مهال نجيلې اړ ويستلې وه اوبو ته ور كوزه کړه.نجيلى خپل سپين مخ له مكروبي خاورې پاك كړ. خداى شته په دې كار مې لږ څه زړه ښه شو ما ويل ځه كه نور نه شو د نجيلى د دانې ځاى خو له ډير مكروبي كيدو څخه خلاص شو. هوكې تر مينځلو وروسته د نجيلى نارې او سورې لږ څه ارامې شوې او كرار كرار بيرته د زيارت خواته را وختل حيران شوم چې دوى بيا په دې نجلې څه كوي خو له ځان سره مې وويل راځه ته يې لږ پريږده چې را نيژدې شي او بيا به يې له پلاره غوښتنه وكړم چې د دوهم ځل لپاره ولې زيارت ته را وختل؟ د دوى له را رسيدو سره سم يې پلار په منډه زيارت ته ننوت او مور يې د لور سره يو ځاى زما خواته نيژدې يوې ونې ته كيناستل. زه چې ډير مې زړه ناطاقته شوى و د نجيلى له مور څخه مې پوښتنه وكړه:
مورجانې تاسو ته وايم په دې لور مو څه شوي دي چې دلته مو را وستلې ده.
مور يې ځواب راكړ:هيڅ هم نه دي پرې شوي هسې څو ورځې وړاندې پر مخ باندې ماشي چيچلې وه او دې ډير ګرولى و او اوس دا ده پر مخ يې لويه دانه را ختلې.
ما ترې پوښتنه وكړه: چې ماشي چيچلې وه او كه بل څه دې راته بيا وويل چې ماشي چيچلې وه.
د مور له وينا څخه يې پوه شوم چې نجيلى د كالدانې ماشې چيچلې ده او پر مخ يې كالدانه ده.مور ته مې وويل چې كه شونې وي يو ځل دې دا لور ډاكټر ته هم بوزه.
 
موريې له ساړه اوسیلي وروسته راته وويل : ما يې ډير وړاندې پلار ته وويل خو هغه و نه منله او ويې ويل چې د عثمان بابا د زيارت ده تروشه خاوره د ډيرو شيانو لپاره دوا ده. زمونږ خبرې لا نه وې خلاصې شوې چې ساده او ځان ته خوشاله سپين ږيرى له زيارت څخه را و ووت مور ته مې ډير وويل چې خپله لور مو بايد ډاكټر ته بوزي خو هغې وويل : د مونږ سړى يې نه مني. خو ډير ټينګار مې وكړ خو پايله يې صفر وه.سپين ږيري خپلې ميرمنې ته وويل چې ځى ښځې ځو. دوى له زيارت څخه روان شول خو تر ډيره مې د هغې پيغلوټې نارې اوسورې په غوږونو كې انګازې كولې او هيڅ كله مې دا صحنه نه هيريدله او په خپل دې راتګ باندې مې ډيره پيښماني وښودله.