راځئ له نورو يې زده کړو!


محمدالله ارين احمدزي  
افغانان دجګړې  او تورې په ډګر کې خورا زياتې لاسته راوړنې لري، خو له دې ټولو تاريخي پړاوونو په را تيريدو سره  يوازنى شى چې دوى نه لري هغه تدبير، پلان او ستراتيژي ده. دوى يو قدرت ته ماته ورکړي خو د دې قدرت تر وتو وروسته د هيواد په اړه ور سره فکر نه وي.دوى تل دې ته خوشاله وي چې جګړه مو وګټله خو هيڅکله په دې فکر نه کوي چې تر جګړې وروسته څه کول پکار دي، وايي کله چې دويم نړيوال جنګ پاي ته ورسيد المان غوښتل اوسپنيزه کرښه يا د ريل پټلۍ جوړه کړي . د کارکوونکو بوټونه وشليدل. د بوټونو غوښتنه يې وکړه،  د وخت مسولينو ورته وويل چې تاسو بايد ژر ژر دا کار خلاص کړى ترڅو ريل په کار پيل وکړي او موږ خام مواد خپل هيواد ته راوړو او دلته درته بوټونه ترې جوړ کړو، چې همداسې هم وشول او نن سبا المان په نړيواله کچه يو پوځي او اقتصادي زور دي. په چين کې نږدې پنځوس کاله کيږي چې يوه ورځ هم رخصتي نه ده شوې. او نن سبا چين په اقتصادي لحاظ ټوله نړۍ نيولې او په ټوله نړۍ کې د چين توليدات د هر چا په کار دي. بله خبره هم داده وايي په چين کې پر عادي کارکونکو ټکس نشته دى، خو دوى د دې امتياز په بدل کې اړ دي چې د خپل رسمي کار تر خلاصيدو وروسته دوه ساعته په يوه کمپنۍ کې وړيا کار وکړي. همداسې جاپان هم درواخلئ په افغانستان کې جګړه شوې خو اټومي وسله نه ده پرې کارول شوې مګر جاپان امريکې په اټومي وسلو دړې وړې کړ خو د دې هيواد په اوسيدونکو کې کلک عزم و د دوى دې عزم جاپان په يو نړيوال اقتصادي قوت بدل کړ چې نن ورته هر هيواد اړ دي شمال، ختيځ، لويديځ او سويل يې موټرو، بريښنايي توکو او نورو توليداتو نيولى دى څه موده وړاندې پکې سخت سونامي د دې هيواد ډير وګړي و وژل، بې کوره او بې اوره يې کړل خو دوه که درې اونۍ وروسته يې له افغانستان سره د څو ميليونونو ډالرو ژمنه وکړه. خو افغانان تل په دې سوچ کې وي چې يو ورور له واکه لرې کړي او بل يې پر ځاي کښينوي، هغه خپل جيبونه ډک کړي وي او دى هم د جيب ډکيدو ته پيل وکړي. په هيڅ افغان کې تر اوسه ما داسې فکر نه دى ليدلى، چې دوى د هيواد د راتلونکې لپاره فکر کړى وي کوم يې که ښه فکر لري اويا  ښه وړتيا ولري خبره يې څوک نه اوري  . موږ تل وايو چې دتاريخ سترو ځواکونو ته موماتې ورکړې  خو يو سالم فکر مو پيدا نکړ. تل مو بل ته لاس غځولي وي او کوښښ کوو چې يوازې خپل هدف په هره بيه چې وي لاس ته راوړو.  پاچاخان او مهاتما ګاندې يو ځاى مبارزه پيل کړه د ګاندي قوم او ملت د ده خبره ومنله او هيواد يې له يوې تباهۍ  وژغوره خو افغانانو د پاچاخان  خبرې ونه منلې  او ډيرو ملايانو خو  لا ښې ډيرې فتواوې هم پرې ورکړې. خو افغانان هغه وخت د دې په ارزښت پوهيږي چې نه يې هغه کس په لاس کې وي او نه يې هم هغه فکر، بلکې افغانان يوازنى قوم دى، چې  خپل شخصيتونه تر مرګ وروسته لمانځي خو دوى ته هيڅ ګټه نه لري. اوس هم لا وخت شته دى او افغانان کولاى شي په خپله د تصميم په نيونې په خپلو کړو وړو، ژوند، اقتصاد، فرهنګ، سياست او ټولنه کې څه ناڅه پرمختګونه ولري، خو که خداى مکړه افغانان داسې چانسونه هم له لاسه ورکړي نو بيا به ډيره سخته وي،  چې دوى دې نور پرمختګ وکړي.