غزل

ښار کې چې سرود نه و يواځې وې
عشقه!ستـــا معبود نه و يواځې وې
ژونده!ته زمــــــا دښکلي يار غوندې
ما ســــره چی سود نه و يواځې وې
زه د دوزخ اوره! درکـــــــــښېوتی وم
نن درسره دود نـــــــــه و يواځې وې
تا چې دا دنېا ځان لا پيدا نـــــــه کړه
ستــــــــا لټون نابود نه و يواځې وې
تاته چې مې نن طالـــــــــــبه وکتل
تاسره وجود نـــــــــــه و يواځې وې
طالب منګل