ايران کې د اسلامي انقلاب د تجليل په مراسمو بريد شوی؛ د سپاه پاسدران يو سرتيری په کې وژل شوی او پنځه ټپيان دي

روهي (نۍ/۱۳ د مرغومي)، د ايران په سيستان ايالت کې وسله والو په سپاه پاسدران ډلې بريد کړی، يو سرتيری يې په کې وژل او پنځه نور ټپيان دي.

بريد نن له غرمې مخکې د سيستان ايالت په نيک ښار کې د اسلامي انقلاب د بريا د ۴۰مې کليزې په نمانځ غونډه شوی دی.

تر اوسه د دغه بريد مسووليت چا نه دی منلی او ايراني چارواکو يې هم پړه په کومې وسله والې ډلې نه ده اچولې.