
روهي (نۍ/۱۳ د سلواغې)، ايراني ولس له نن څلوېښت کالونه وړاندې د شاهي نظام برخمن وو او چارې يې وروستي پاچا محمد رضا شاه پهلوي وو.
د شاهي نظام سقوط د دغه هېواد ستر مذهبي مشر ایت الله روح الله خمیني وکړ او له فرانسې ايران ته راغی.
له تېرې ورځې په ايران کې د اسلامي انقلاب کليزه لمانځل کيږي او تېره ورځ اوسنی مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي او ايرانی ولسمشر حسن روحاني د اسلامي انقلاب مشر ایت الله روح الله خمیني قبر ته روغلي وو.
په ټول ايران کې هم د روانې مياشتې تر يوولسمې نېټې پوري د اسلامي انقلاب د بريا کليزه هر کال لمانځل کيږي.