
روهي (نۍ/۱۳ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو مشرانو جرګې له افغانستان او سوريې د امريکايي پوځيانو د وتلو يوه طرحه ترتيب کړې ده.
په دې طرحه کې ويل شوي دي چې که چېرې له افغانستان او سوريې امريکايي ځواکونه ووځي، نو داعش ډله او القاعده شبکه به بيا پرمختګ وکړي.
د ا اندېښنې هم ښوودلې شوې دي، چې د امريکايي پوځيانو تشه به په افغانستان کې روسيه او په سوريه کې ايران ډکه کړي.
سناتورانو له ولسمشر ټرمپ غوښتي دي چې له دغه دوه هېوادونو د خپلو سرتيرو د وتلو پرېکړه تر يو وخت وځنډوي او تدريجي يې کړي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د يو ليک له لارې له ولسمشر ټرمپ سره له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې وې.