د چا مبارک

راغی پېغام د اشنا
اختر د بيا مبارک
خو ما په زړۀ کښې وويئل
څه او د چا مبارک
x x x x x x x x
اشنا مې څه خبر دی
چه په ما څه تېرېږي
اختر زمونږ تر څنګه
لکه د غلۀ تېرېږي
x x x x x x x x
نجونې د کلي زمونږ
نکريزي نه لګوي
سپېته او ډول او اتڼ
نور ژڼي نه مستوي
x x x x x x x x
درانه سپين ګيري زمونږ
د سر پګړۍ نه لري
خويندی او ميندی موهم
ستر ټکرۍ نه لري
x x x x x x x
دا مې لمبې دي د کور
دا څراغونه نه دي
سرۀ پرهارونه دي دا
دا سرۀ ګلونه نه دي
x x x x x xx x
دا د ئ فرياد د کونډې
دا د يتيم ده ژړا
دغه سندرې نه دي
نه ده په کړس ،کړس خندا
x x x x x x x
روژه اوږده زمونږه
له خلاصه شوې نه ده
د اختر مياشت مو له هم
د بره شوې نه ده
x x x x x x x
نو
x x x xx
ريباره، يار ته وايه
اختر د تا مبارک
که دې خوا راغئ کله
هله زما مبارک
پېښور, پښتون خواه ١٤/٩/٢٠١٠