
پرون د ښار لۀ شور څخه بېزاره شوم نو کرار د شنو باغونو خوا تۀ را ووتم او یوه اوچت غره ته وختم چې فطرت په حسینه لباده (ښایسته لباس) کي پټ کړۍ وو او لۀ هغه غره څخه ټول ښار ښکارېده.
زۀ کېناستم او لۀ لیري مي د انسان د عملي ژوند جایٔزه اخیسته. ماتۀ د دی پۀ ژوند کي یوازي مُشقت او خوارۍ ښکاره شوه.شاوخوا مي وکتل او خپل زړه کي مي فیصله وکړه چې زیاتي بۀ د انسان پۀ ژوند غور وفکر نه کوم او خپل مخ مي هغه ښایسته او شین ځاي ته واړول چې د عظمت خداوندي جاده ګاه وه.زۀ هغه شین ځای تۀ چورت وړي وم چې د باغ په وسط کي مي یوې ادیرې ته پام شوو د هغې ادیرې مرمرین قبرونه د سرؤ ونو پۀ خپل سیوري کي پټ کړي وو.
هو هلته..! د ژؤندو او د مړو د کلي پۀ مابین کي..!
زۀ د ښار مسلسل دائمي حرکت و مُشقت او د ادیرې خاموشي او د مستقل راحت پۀ اړه چورت وړي وم. پۀ ژور فکر کي ډوبه وم.
هلتۀ..! یوې خوا تۀ هیلې او نا امیدي، مینه او کرکه، خوشالی او مسکنت، اعتقاد او بې اعتقادي وه او بلي خوا تۀ یوازې خاوري وي چې فطرت یې پۀ یوه شپه کي باطن په ظاهر بدل کړي او نباتات او حیوانات ترې پیدا کړي.
زۀ پۀ همدغه افکارو او چورتونو کي ورکۀ وم چې زما نظر یوې خوا تۀ رو رو روان جم غفیر ځان ته را کش کړل دغۀ خلګو په خپلو غمجنو نغمو باندي پۀ ټوله فضا د غم سیورۍ اچولۍ وو.دا ډېر غټ کاروان وو چې د عظمت و اقتدار دیوتاؤ هم ګډون پکې کړئ وو.
دا د یوه عظیم المرتبت ریٔس جنازه وۀ.د یوه مړ وجود هډوکي وو چې پۀ شا پسې یې ژوندي خلګ په ژرا او ماتم روان وو او ټوله فضا یې غمجنه کړي وه.
خیر جنازۀ ادیرې تۀ ورسېده. ملایان را جمع شوو او د مړي دپارۀ یې د مغفرت دعا وکړه، یو څو خلګو د غم نغمې زمزمه کړې بیا خطیبان را مخته شوو او پۀ نهایته زیات فصیح او بلیغ الفاظو سره یې تقریرونه او ماتم وکړل.
دا ټول عمل چي پاي تۀ ورسیده نو ټول خلګ رو رو لۀ ادیرې رخصت شوو او ګورکنانو مړۍ په قبر کي کېښود، ټول خلګ ښار تۀ ورسېده خو زه لا هم هغۀ ځای ناسته وم، لا مي ادیرې تۀ کتل او پۀ چورت کي غرقه وم.
لمر پۀ غروب پیل کړئ وو. د غرونو او ونو سېوري اوږد شوو او فطرت د نور لباس پۀ کاږلو پیل کړل ما خپل نظر د ادیرې هغۀ بل سر ته پورته کړل څۀ ګورم چې دوو کسانو یو تابوت پۀ اوږو اخیستی او را روان دي.د دی شاته یوه ښځه رو رو را روانه دۀ چي پۀ بدن یې چیري کالي دي او یو وړوکۍ ماشوم هم د ښځي په غېږ کي دۀ. په یوه څنګ کي یې سپۍ هم روان دۀ چې یواري ښځي ته وګوري بیا تابوت تۀ..
دا د یوه مفلس جنازه وۀ او شاته یې مېرمن وه چې د یاس و ناهیلۍ ژرا یې کوله، دا وړوکۍ هلک یې زوی وو چې د خپلي مور په غېږ کي یې ژرل او هغه بل څنګ تۀ یې وفادار سپۍ وو چي د تګ لۀ رفتاره یې د رنځ و غم اظهار ښکاره څرګند کېده.
دی ادیرې تۀ را ورسېده او تابوت یې پۀ قبر کي کېښود. دغه قبر لۀ مرمرین قبرونو څخه ډېر لري وو. لیږ موده پس دوی لۀ پُراسراره چوپتیا سره بېرته رخصت شوو. د رخصت کېدا په مهال سپي هر ځل د خپل چښتن آخري آرام ګاه ته کتل تر څو چي دی پۀ ونو کي پټ شول.
همدا وخت ما د ښار خوا تۀ وکتل او زړه مي وویل چې:
"دا ځای خو د مال او د ځواک درلودونکو خلګو دپاره ده"
بیا مي د ادیرې خوا تۀ وکتل او زړه مي وویل چې:
"دا هم د مال او د ځواک درلودونکو خلګو دپاره ده...!"
بیا مي سر ټیټ کړل او ومي ویل چې:
"اې معبوده....! نو تۀ بیا راته ووایه چې د مسکینو او کمزورو مسکن او وطن چیري ده..؟"
ناڅاپۀ مي سر پورته کړل. پۀ اسمان باندي ښایسته وریځ وه چې څوکي یې د لمر د پلوشو له سببه لکه د سرو زرو غوندي ښکارېدې او خپله پوښتنه مي پۀ زړه کي بېرته را څرګنده شوه، لاس مي د اسمان په لور پورته شوو او زړه مي وویل چې:
هلتۀ..!!