سوله غواړو خو په تدبیر یی غواړو

هو مونږ ټول افغانان سوله غواړو، دی وطن کی امن،ارامی او سوکالي غواړو ددی وران ویجار هیواد ابادي، پرمختګ د سیمی او نړی سره سیال کیدل غواړو خو هغه څه چی ډاکټر نجیب الله احمدزی د واک پریښدو او مجاهدینو ته یی د چارو واګی سپارلو وروسته رامنځ ته شول هغسی سوله، حکومت او اداره نه غواړو موقت حکومت په هیڅ صورت سره په کل کی ټولو افغانانو او خاصتاً مونږ د شهیدانو پاتی کورنیو او وارثینو ته د منلو وړ نه دی، سوله که د طالبانو سره کیږی بايد په داسی یو میکانیزم او پداسی یوه چوکاټ کی وشی چی د هیواد ټولو اتباعو ته د منلو وړ وي او هیڅ کوم افغان وګړي ته پکی زیان ونه رسیږی،هر څوک پکی ځان خپلواک، هوسا او خوشحاله احساس کړي ، سوله دی وشی خو ددی تیرو څو کلونو لاسته راوړنې دی هم په پام کی ونیول شي.

هغه قربانی چی ددی هیواد د دفاع ،ملی نوامسو ، تمامی ارزیت او ملی ارزښتونو لپاره ورکړل شوی هغه دی په پام کی ونیول شي، همدغه ملی امنیتی ځواکونه چی ددی هیواد د دفاع لپاره په سنګرونو کی شپی ورځی تیروي، د خپل مظلوم ملت لپاره یی خپلی سینی لکه سپر نیولی دي،قرباني شوی دي او یا هم قرباني کیږی، ددوی قربانی ته دی احترام وشي او ددی قربانیو په نظر کی نیولو سره دی صلحه وشي مونږ د موقت حکومت پایلی لیدلي دي نو بیا نه غواړو چی هغه تیری کړنی دی یو ځل بیا تکرار شي.

د طالبانو استازی ښاغلی ستانکزی که وایی چی امریکا ختمیږی نو دغه اردو، پولیس او په کل کی دغه ټول ملی امنیت ځواکونه به ختمیږی، ځکه چی علت یی ختمیږی، نه داسی هم نه ده امریکا به یوه ورځ هرومرو ددی هیواد څخه ځي او دا وطن به مونږ ټولو افغانانو ته پاتی کيږی ځکه ددی هیواد اصلي وارثین مونږ یو، نو بناً هغه څوک چی د موقت حکومت لپاره نغاری وهي هغوی دی لاړ شي خپل هوایی خیلات دی روانو اوبو ته ووایی، ځکه اوس افغانان پدی پوهیږی چی هیواد یی څو لسیزو حګړو ځپلی دی،او نور نو ابادولو ته اړتیا لري او هغسی حکومتونه چی ورته څو ځلی تجربه شوي دي نه مني نو سوله غواړو خو په تدبیر غواړو.
عطاءالله صافی