د سولي د ورځي په مناسبت دکندهار والي پيغام!

د سولي د ورځي په مناسبت دکندهار والي پيغام! نېټه: 30—06-1389د روان کال د سپټمبر يوويشتمه په ټوله نړۍ کي د سولي د ورځي په نامه لمانځل کيږي.

د سولي نړيواله ورځ چي د افغانستان ترڅنګ دنړۍ په ټولو هيوادو کي لمانځل کيږي نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کي په کندهار کي هم ولمانځل سوه.
هغه غونډه چي په همدې منظور د کندهار ولايت د قومونو، قبايلو او سرحداتو چارو په رياست کي جوړه سوي وه پکښي لومړۍ د کندهار والي پيغام ولوستل سواو ور پسې د سولي پر اهميت خبري وسوې.

د سولي د نړيوالي ورځي په مناسبت د کندهار والي او نظامي شوراء رئېس پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا د کندهار غيرتمن ولس ته مبارکي وويل او وويل(( موږ د کندهار ولس د سپټمبر يوويشتمه چي د سولي نړيواله ورځ ده د ټولي نړۍ خلګو سره يوځاى لمانځو او د خپل ملک لپاره د يو تل پاته امن دعاکوو ترڅوافغانستان خلګ هم د سولي په فضا کي ژوند وکړي.))

موږ د ټولو هغه ورونو څخه چي د افغانستان د اسلامي جمهوريت په خالف جنګيږي غوښتنه کوو ترخو خپل وسلې پر مځکه کښيږدي او راسي د خپل ملي اردو، ملي پوليسو سره يوځاى د وطن د دفاع په موخه ودريږي ترڅو په خپل دې کار سره يې هم خپل وجدان خوشحالى کړى وي او ترڅنګ به يې د افغانستان د شريف ولس لپاره دغه د ويري بهير چي اوس پردې ولس تپل سوى له منځه وړى وي، هر يو به خوښ خوشحاله په خپلو کورنو کي د خپلو اولادونو سره ناست وي او د يو آرام سهار انتظار به باسي .
په درنښت
دکندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالى ويسا