
روهي (جمعه/۱۲ د سلواغې)، ښايي نن ورځ د امريکا متحد ايالت د روسيې هېواد سره د ۱۹۷۸ز کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي تړون لغوه اعلان کړي.
امريکا روسيې ته ويلي چې که چېرې له ياد تړونه سرغړونه وکړي، نو هېواد به يې د ۱۹۷۸ز کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو د مخنیوي تړون مات کړي.
لوېدځو رسنيو ليکلي دي چې د ټرمپ اداره به نن ورځ (د فيبرورۍ لومړۍ نېټه)، له ياد تړون څخه د بهر کېدو اعلان رسنيز کړي.
تېر کال ولسمشر ټرمپ له ايران سره د ۲۰۱۵ز کال د اټومي وسلو تړون لغوه کړ او پر ايران بندېزونه هم ډېر کړل.