
روهي (پنځه نۍ/۱۱ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل هېواد کانګرس ته ويلي دي چې له مکسېکو سره ديوال جوړل اړين دي او بودېجه بايد ورته منظوره شي.
د ټرمپ په وينا چې کانګرس وخت ځای کوي او زه له مکسېکو سره ديوال جوړوم. دوی بايد بودېجه راکړي چې ديوال جوړ کړم.
نوموړي په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراټانو ګوندونو په اړه ويلي دي، چې د مکسېکو د ديوال په اړه خبرې نه کوي د وخت په ضايع کېدو اخته دي.
ټرمپ د خپل ټاکنيز کمپاين له وخته د مکسېسکو سره د امريکا پر ګډه پوله د ديوال د جوړېدو وايي، خو په کور دننه ورسره مخالت کيږي.