
روهي (پنځه نۍ/۱۱ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په يو ټوېټ کې د خپل هېواد په استخباراتو نېوکه کړې ده.
ټرمپ وايي، چې که چېرې د ايران خطرونو ته وکتل شي نو زمونږ استخباربات ډېر غېر فعال او ناپوه دي.
هغه وخت چې زه ولسمشر شوم ايران په ټول منځني کې د لاس وهنې او مداخلې هڅې کولې، خو وروسته مې تر اغېز لاندې راوستې. هغه وخت مې پرې اغېز وکړ چې له ايران سره مې د ۲۰۱۵ز کال اټومي هوکړه ليک لغوه کړ.
ولسمشر ټرمپ خپلو ټوېټونو کې د نړۍ د مشرانو نيولي، بيا د خپل هېواد تر چارواکو او مسوولين سپکې او تېزې خبرې کوي او په دې سره يې شهرت موندلی دی.