
روهي (پنځه نۍ/۱۱ د سلواغې)، د ايران ولسمشر حسن روحاني وايي چې په ۱۹۷۹ کال اسلامي انقلاب را وروسته يې هېواد په سخت اقتصادي کړکېچ کې دی.
روحاني وايي چې له تېرو ۴۰ کالونو يې هېواد په اقتصادي بحران کې ګېر دی او له سختو اقتصادي بندېزونو سره مخ دی.
ټرمپ دغه څرګندونې د امريکا له خوا پر ايران د وروستيو بندېزونو وروسته کړي دي. ايران کې د حکومت ضد لاريونونه هم روان دي او نيوکه کيږي چې اقتصادي وضعيت له کنټرول بهر شوی دی.