د ( جېش العدل) په نوم يوې سُني ډلې په ايران کې دوه چاودنې کړي

روهي (څلورنۍ/۱۰ د سلواغې)، د ايران په زاهدان ښار کې نن ورځ دوه چاودنې شوې چې درې پوليس يې برسېرن ټپي کړي دي.

رويټرز لوېدېځې رسنۍ لېکلي دي، چې د دغه چاودنو مسووليت په ايران کې د حکومت مخالفې جېش العدل سُني ډلې په غاړه اخېستی دی.

ايراني چارواکو د چاودنو د پخلي ترڅنګ ويلي دي چې دغه چاودنې د لاسي بمونو په واسطه شوې دي.