
سږ كال په افغانستان كې د سولې نړيواله ورځ نه يوازي د ولسي جرګې ټاكنو تر خپل سيوري لاندې راوستې، بلكې په دغه بهير كې د مخالفانو او دولتي ځواكونو ترمنځ نښتو په خلكو ځمكه سره تبۍ كړې او ټول هيواد ويرې، ډار او تاوتريخوالي په سر اخيستى. روان حالات ددې ښودنه كوي چې افغانستان يو وار بيا لويو او ستړې كوونكو جګړو ته د ورستنيدو په پوله ولاړ دى.
د ملګروملتونوعمومي غونډې په ٢٠٠١ ميلادي کال كې په خپل ٥٥/٢٨٢ نمبرپريکړه ليک کې، د سپټمبر د مياشتې ٢١ نيټه، د سولې د نړيوالې ورځې په نوم نومولې چې هركال په همدې نيټه په نړيواله كچه په بېلابېلو بڼو نمانځل كېږي.
كه د همدې ورځې په پلمه موږ په افغانستان كې د سولې مفهوم او مقولې ته په تيرو ديرشو كلونو كې كتنه وكړو، نو زموږ د هيواد روڼ اندو، پوهانو او سياستوالو دغې پديدې ته په ژوره او سټراټيژيكه توګه ډير لږ پام ور اړولى دى. همدا لامل دى چې د سولې له پاره د بحثونو ميدان تش او د سولې غوښتنې يو رښتنى خوځښت نه ترسترګو كېږي.
سوله تل د جګړې پر ضد كارول كېږي، خو په اوسني عصر كې د سولې مفهوم تر دې په لويه او پراخه مانا كارول كېږي. د سولې نه موخه هغه ډول شرايط دي چې جګړه، ښكېلتيا، كشمكش او انديښنه په كې نه وي او ټول خلك په قراره قرارۍ كې ارامه سوړ غوږ ژوند ولري. سوله د يو نړيوال ارمان په توګه كوم مطلق مفهوم نه دى كېداى شي هر دين او فرهنګ ورته ځانګړى او بېلابيل تعريفونه ولري، له همدې امله كولاى شو چې سوله د بېلابېلو اړخونو نه مطالعه كړو.
كله چې موږ په خپل هيواد كې د سولې خبره كوو، پكار ده لومړۍ له افغانستان، اسلام او نړۍ نه يو تعريف په ذهن كې ولرو، ځكه كله ناكله دا درې واړه د يوبل پر وړاندې متضاد حالت غوره كوي او په دې كې د انتخاب له ستونزې سره مخ كېږو.
افغانستان
پيل به له ملي دولتونو وكړو، ملي دولتونه دې ته اړ دي چې د شاوخوا هيوادونو او نړۍ پر وړاندې له دوو مهمو سټراټيژيو د يوې لمن ونيسي او د پلي كولو هڅه يې وكړي. لومړۍ هغه سټراټيژي ده چې په دښمنۍ راڅرخې او دهغې له لارې كولاى شي خپل ملي وحدت ټينګ او ملي ګټې ترلاسه كړي. دويمه سټراټيژې بيا په سولې راڅرخې، دلته هڅه كېږي چې د ملي وحدت او ملي هويت په څيرمهمې موخې د يو ملي دولت په دننه كې ولټول شي، ياني پرته له دې چې له دباندې نړۍ سره ښكېل شي د سولې له لارې دغو موخو ته رسيږي.
دغه دوه ډوله سټراټيژۍ په پرمختللو او وروسته پاتو دواړو هيوادونو كې ترسترګو كېږي. د كومو هيوادونو سټراټيژۍ چې په دښمنۍ راڅرخې يوه بېلګه يې هم پاكستان دى. په دغه هيواد كې د وحدت او ملت كېدنې/جوړونې عناصر(قوميت، ژبه، ګډ تاريخ او فرهنګ) كم دي، نو د دښمن پيدا كول او له هغې سره مقابله په دغه شان ټولنه كې د ملي وحدت د ساتلو يوازيني لار ده. په پاكستان كې د ملت جوړونې يوازيني ګډ عنصر مذهب دى كله چې مذهب د دښمنانه سټراټيژۍ د پلي كولو له پاره وكارول شي شاوخوا هيوادونه دي د تلپاتي سولې دلرلو خوب تورو اوبو ته تير كړي.
له دغې سټراټيژۍ سره استبدادي او ديكتاتور رژيمونه ډيره علاقه لري، ځكه دا ډول سټراټيژي ددغه حكومتونو ديكتاتوري او د خلكو ناخوښې تر خپل سيوري لاندې راولي او استبداد خلكو ته دمنلو او زغملو وړ ګرځوي.
ددې يوه ښه بېلګه زموږ بل ګاونډى هيواد اسلامي ايران دى چې يو مستبد، فاشست اومذهبي رژيم لري. ايراني اخندان د خپلو خلكو ديوالى او له رژيم نه ملاتړ د غرب، امريكا او اسراييلو سره په دښمنۍ كې لټوي. په افغانستان كې د غربي هيوادونو موجوديت ايران ته دا موقع په لاس وركړي چې له غرب سره خپله دښمني په افغانستان كې وپالي او په دې لړ كې افغانستان او افغانان دخپلو موخو او رقابتونو قرباني كړي. په دې خبره بايد د افغانستان سياستوال فكر وكړي چې له داسې شراچوونكو ګاونډيانو پر وړاندې له دغو دوو سټراتيژيو څخه د كومې پلوي كوي؟ ياني زموږ بهرنى سياست بايد ددغو او دې ته ورته نورو هيوادونو پر وړاندې روښانه وي، چې له بده مرغه تر دې مهاله دا خبره نه ده سپينه شوې چې د نړى اود سيمې هيوادونو پر وړاندې زموږ بهرنى سياست په كومو ګټو راڅرخي.
اسلام
دلته د اسلام په اړه هم همدا دوه سټراټيژۍ مطرح دي. هغه په دې ډول چې ايا هغه اسلام چې موږ پرې باور لرو دشخړو، جګړو او د صليبي ګواښونو له لارې په خلكو ګرانولى او خپرولى شو او كه موږ ورنه دسولې څيره خلكو او نړيوالو ته وړاندې او له دې لارې يې د ګرانښت، پراخولو او خپرولو په فكر كې شو؟ دلته هم دوې لارې لرو.
لومړۍ، هغه اسلام چې اسامه بن لادن يې د سرلارې په توګه مطرح دى يادولى شو. هغه اسلام چې حتا په خپل داخلي جوړښت كې د ډيموكراسى له اجزاوو لكه ګوندونه، مطبوعات او روڼوالي سره جوړ نه دى. او په نړيواله كچه هم د تمدنونو ترمنځ په ټكر او جنګ باور لري او په غربي ټولنو كې له دې ته ورته، جګړه غوښتونكو مذهبي كړيو سره سيالي لري او هغوى خپل اصلي دښمنان بولي. دغه دواړه ډلې خپله بقا په شخړو او جګړو كې لټوي او فكر كوي چې په نوي صليبي جګړه كې لوړ ځاى لري. دغه دواړه (سخت دريځه اسلامي او عيسوي ) ډلې فكر كوي چې الهي ارزښتونو او ارمانونو ته پرته له جګړې او تاوتريخوالي رسيدل ناممكن دي. له بده مرغه دا دواړه مذهبي جريانونه د يو بل د ځواكمنيدو لامل شوي دي. د امريكا د ولسمشرۍ د دويمې دورې په ټاكنو كې اسامه وكولاى شول چې د بوش محبوبيت له ۲۵سلنې نه ۷۵سلنې ته پورته كړي او له هغه لورې د سپېنې ماڼۍ چارواكو دمسلمانانو پر ضد داسې كړنې ترسره كړي چې په اسلامې ټولنه كې د بنسټ پالو او اسامه په ګرانښت تمامي شوي. زما له نظره كه چيرې دغه دواړه جريانونه په پوهيدلي ډول نه وي رامنځ ته شوي، خو تر ډيره يې په پوهيدلي ډول دغه وضعيت ته دوام وركړى دى. ددغو دوو جګړه مارو ډلوپه منځ كې چې كوم څه قرباني كېږي هغه ډيموكراسي، بشري حقونه او سوله ده. دې خبرې ته هم بايد متوجه اوسو چې د اسلام نوم‡ ديوې جګړه مارې څيرې جوړول په امريكا كې د نوي جمهوري غوښتونكو او يهوديانو يوه هيله ده چې اسامه بن لادن ورسره ددې هيلې په پوره كولوكې ډيره مرسته كړې ده.
په دې وروستيو كې د احمدي نژاد د يهودي او غربي ضد دريځ په اړه يو يهودي ويلي وو (( يهوديانو ته چې كومه ګټه احمدي نژاد رسولې، يهودي دولت يې په خپل تاريخ كې ساري نه شي موندلى)) ځكه د احمدي نژاد يهودي ضد جګړه مار دريځ ددې لامل شو چې يهوديان وكولاى شي په غرب كې د خپلې داعيې له پاره پراخ ملاتړ او خواخوږى ترلاسه كړي. په غرب كې تندلارې مذهبي ډلې هڅه كوي اسلام له تاوتريخوالي او پراختيا غوښتنې او د غربي كلتور په ضد د يو ګواښ په توګه خلكو ته وروپيژنې او په دې توګه د مسلمانانو پر ضد خپلې كړنې توجيه كوي. بن لادن هم كټ مټ دغه شان هڅې او كړنې ترسره كوي. دويم هغه ډلې او
كسان دي چې د سولې پلوي كوي، په دې هڅه كې دي چې د اسلام رښتيني څيره چې له سولې، ډيموكراسۍ او بشري حقونو سره جوړ جاړى ولري نړيوالو ته وښيې. دغه دويمه ډله په دې كړكيچ او كشمكشونو كې له خورا ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان ده.
نړۍ
له دې ټولو سره سره پرمختللي هيوادونه هم دې ته ورته د پراختيا غوښتنې هيلې او ارزوګانې لري. د لويو او ځواكمنو هيوادونو په منځ كې جګړه مارې ډلې له كورنيو ستونزو څخه د خلكو د پام اړولو او په خپله ټولنه كې د موقف ترلاسه كولو په موخه په همدې لاره روان دي. دهغو په باور دوى يوازي د يو فرضي او يا هم حقيقي دښمن په لرلو سره كولاى شي خپل ملي وحدت او يا په نړۍ باندې بادارۍ ته دوام وركړي. د امريكايې جګړه مارو په اند له سره(شوروي) دښمن نه وروسته شين(اسلام) دښمن دوى دغو لوړو موخو ته رسولاى شي او په دې توګه به امريكا په نړۍ كې د زبرځواك په توګه تر ډيره خپل موجوديت ته دوام وركړي. همدا فكر ددې لامل شو چې د شوروي له ړنګيدو سره جوخت جورج بوش په دې هڅه كې شو څو د امريكا د ګټو د خونديتوب له پاره په نړۍ كې ځانته يو دښمن پيدا كړي چې بلاخره يې دغه دښمن اسلام په نښه كړ.
دلته له دې منطق سره (( يا به له ماسره دريږي او يا به له دښمن سره)) افغانان د جګړو او كډوالۍ په كلونو كې اشنا دي، خو په نړيواله كچه د سپټمبرله يوولسمې وروسته دهمدې منطق پر بنسټ ولسمشر بوش نړۍ په دوه برخو وويشله ياني له نړۍ يې وغوښتل چې يا به له تروريزم سره دريږى او يابه په اصطلاح له آزادي نړۍ سره چې دۀ يې د مشرۍ جنډه پورته كړې وه.
كله چې د بوش ددغه نااړامه او كلك دريځ نه په غربي نړۍ كې خلك ستړي شول او هره خوا ددغې بي مانا جګړې په واقعيتونو پوه شول نو د سولې پلويان لارو كوڅو ته راووتل او دغه جګړه يې وغندله او په غبرګون كې امريكايې ولس بارك اوباما انتخاب كړ د امريكې د خلكو دغه انتخاب ته د نورې نړۍ خلكو هم په درنه سترګه وكتل او وار دمخه ورته د سولې دنوبل جايزه وركول شوه څو د بوش منطق كمزورى او بي ارزښته كړي.
له دې سره په لويديزه نړۍ كې د جنګ د پلويانو شمېر ورځ تر بلې په كمېدو دى او هره خوا د سولې د پلويانو لاريونونه او فعاليتونه چټك شوي دي. په په دې منځ منځ كې ليدل كېږي چې د دواړو لوريو سخت دريځې قرار ناست نه دى، نوي نوي توطيې او دسيسې د يو بل پر وړاندي جوړوي څو د سولې او پخلاينې دا هلي ځلي كمزوري كړي. چې يوه بېلګه يې دهغه عيسوي كشش ګواښ دى چې غوښتل يې د مسلمانانو سپيڅلي كتاب قران كريم ته اور ورته كړي. څو له دې لارې مسلمانان د غربيانو پر ضد را وپاروي او ددغه را پاريدلو خلكو پر وړاندې خپلې جګړې ته قانوني بڼه وركړي. خو له ښه مرغه ددغه عيسوي كشش دا ګواښ په سول
ه ييزه توګه د نړيوالو له پراخ غبرګون او غندني سره مخ شو، سره له دې چې نوموړى كشش خپله پريكړه وځنډوله خو بيا هم په اسلامي نړى كې دهغه پر ضد پراخ لاريونونه وشول، خو د حيرانۍ خبره په كې دا ده چې په دغه لاريونونو كې په هيڅ يو اسلامي هيواد كې د چا پزه وينې نه شوه، خو په افغانستان كې چې كوم لاريونونه وشول دلته بيا په كې څو تنو خپل ژوند له لاسه وركړ. له دې نه موږ دا مالومولى شو چې په افغانستان مذهبي احساسات په اسانۍ د كنتروليدو وړ نه دي. بل پلو د سولې او د تمدنونو ترمنځ د خبرو ګڼ شمېر يهودي، عيسوي او مسلمان پلويان او مشران په نيويارك كې د هغه اسلامي مركزد جوړيدو په پلوى سره راټول شوي ووان دا چې يو شمېر تندلارې عيسويان يې مخالفت كوي. د خوښۍ ځاى دا دى چې په ټولو خواوو كې داسې خلك او ډلې شته چې د جګړو مخالف او د سولې او خبرو اترو پلويان دي.
په افغانستان كې د سولې د پلويانو وضعيت
په افغانستان كې د ديرشو كلونو راهيسي د جهادي او كمونيستي ډلو له خوا تپل شوى زوړ منطق (بي طرفه بې شرفه) لا هم حاكم دى. د بوش او اسامه په كشمكش كې دغه منطق په افغانستان كې نوى رنګ او افراطي بڼه ونيوله، هغه څوك چې له دې دواړو سره جوړ نه وو پټه خوله پاتي شول او يا هم تر دې په ښكته وړو رقابتونو كې ښكېل شول. دلته كه يو څوك د امريكا او دولتي ځواكونو د ظلمونو پر ضد غږ پورته كوي هغه ته د طالب او القاعده په سترګه كتل كېږي. بله خوا كه يو څوك د طالبانو ظلمونه او افراطيت غندي د امريكايې او غربي په نوم ټاپه پرې لګول كېږي. په عامه اصطلاح يا به له كفري دولت او ځواكونو پلوي كوي او يا به د اسلامي خلافت له مدعيانو چې اسلامي ډلې دي سره يو ځاى كېږي. په دې منځ كې داسې يو جريان چې په سولې ډيموكراسۍ او بشري حقونو باور ولري د رامنځ ته كېدو لاره ډپ شوي ده. دلته ددغه شان يو جريان له خوا د ډيموكراسۍ او دبشري حقونو مطرح كول له هغه څه سره چې غربي اشغالګر ځواكونه يې مطرح كوي توپير لري.
ياني دلته ميشت بهرني ځواكونه چې خپله د بشري حقونو او ډيموكراسۍ ناقضين دي، څنګه كولاى شي د خپلو وسلو او پوځونو په زور دغه مفاهيم خلكو ته ور وپيژني؟ په كار ده په افغانستان كې د سولې پلوه ځواكونه په غرب كې دسولې غوښتونكو حركتونو سره په همغږۍ د سولې په پلوۍ غږ پورته كړي. دا نوى جريان بايد د هيچا په ضد ونه اوسي يوازي په سولې او د سولې په ټينګيدو دي فكر وكړي.
په افغانستان كې د سوله غوښتونكو لومړنى پوښتنه دا ده چې ايا افغانستان په خپل اوسني وضعيت سره كولاى شي ځانته فرضي او حقيقي دښمنان پيدا او د دښمنانه سټراټيژي په نيولو سره خپله خپلواكي، ځمكنۍ بشپړتيا او ملي وحدت ټينګ او ساتنه يې وكړي او كه دا دويمه لار چې په سولې راڅرخې ونيسي؟ ځواب يې ښايې دا وي چې افغانستان ته چا تر دې مهاله د داسې يوې سټراټيژۍ د نيولو او په هغې د فكر كولو وخت نه دى وركړى ځكه مخكې له دې چې دا هيواد په داسې يوې تګلارې فكر وكړي نورو ورسره جګړه اعلان كړې او يا هم دا چې په داسې يوه تكلاره هغه دولت نيولى او پلي كولاى شي چې په خپلو ټولو چا
رو كې خپلواك وي.
خو كه تاريخي واقعيتونو ته وګورو، دافغانستان د خلكو ګډ تاريخ او ارمانونه ددې ښودنه كوي چې لږ تر لږه د غازي امان الله خان د واكمنۍ را په ديخوا په بېلابېلو پړاوونو كې دافغانستان خلكو د هيواد په ټولو ملي مسايلو كې ګډون درلود او د يو واحد ملت په توګه يې په ګډه د هيواد پر وړاندې رامنځ ته شويو ګواښونو ته ځواب ويلي دي. ياني په دې هيواد كې دملت جوړونې بهير پرته له دې چې بهرني دښمنان دي ولرو ممكن دى. همدارنګه په بهرني سياست كې افغانستان د ناپېيليو هيوادونو د مخكښ په توګه د سولې غوښتنې اوږده مخينه لري. كه افغانستان په دې شرط چې نړيوال ضمانتونه راجلب او په را
تلوونكي كې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې خپل ځان تضمين كړي، دې ته په كتو افغانستان كولاى شي چې په سيمه كې سوله ييزه سټراټيژي غوره كړې او له دې لارې خپل كورنى نظم او انسجام ټينګ او خپل اقتصادي پروګرامونه پر مخ يوسي. ځكه افغانستان دا وخت سخت اقتصادي وضعيت لري او عملا په جګړو كې ښكېل دى د افغانانو ارمانونه پرته له سولې هيڅكله نه شي پلي كېداى، نو ويلاى شو چې سوله سربيره پر امنيت او ملي وحدت له سياسي او ټولنيزې ودي سره هم مرسته كوي او جګړه كولاى شي په هيواد كې روان رغنيز كارونه په ټپه ودروي.
موږ څه كولاى شو؟
كه په نړيوال ډګر كې د جګړې زيانونو او پر بشريت باندې د هغو ناوړه پايلو ته زير شو د هيوادونو ترمنځ نړيوالې اړيكې او له يو هيواد نه د بل اغيزمنيدلو ته وګورو په ځانګړي ډول سيمه كې چې كومه لوبه روانه ده ياني هغه چا چې دا اور بل كړى دومره زيان نه دى وراوښتي ټول زيان د ټولنې عادي وګړو او عامو خلكو ته اوړي سربيره پر دې په جګړه كې د انسانانو لويې ستونزې لاپسې لويږي او ټولنه د اعتياد، د چاپيريال د وراني، بيوزلي او وروسته پاتي والي خواته ټيل وهل كېږي او ددغو ستونزو حل يو ناڅرګند راتلوونكي ته پريښودل كېږي.
كله چې د امريكا نويو محافظه كارانو د ډيموكراسۍ او بشري حقونو په نوم په عراق او افغانستان يرغل وكړ او د تروريزم سره د مبارزې په نوم دلته نظامي او سياسي حضور لري، پوښتنه دا ده چې موږ افغانان څنګه كولاى شو چې د خپل عمومي امنيت د ساتلو ترڅنګ د خپلې خاوري يوالي وساتو او د خپل هيواد له ملي ګټو او پرمختګ نه دفاع وكړو؟
په وروستي تحليل كې موږ دوه لارې لرو يوه دا چې د امريكا د ډيموكراسۍ او د بشري حقونو د شعار پر وړاندې په خپل كور كې ددننه د استبداد ياني د ديموكراسۍ په ضد لاره غوره كړو او يا هم په خپل كور كې دننه د سولې او ډيموكراسۍ لار ونيسو. ياني د امريكا او نورو غربي هيوادونو د هغو بشري ضد كړنو پر وړاندې چې دا مهال يې د ډيموكراسۍ په نوم پر موږ تحميل كړي دي په خپله دهمدې ډيموكراسۍ او د بشري حقونو د نړيوالو نورمونو په واسطه ځواب ووايو او كه په تاوتريخوالي؟.
په افغانستان كې د جګړې په دواړه لوريوكې دداسې كسانو كمى نشته، چې غواړې تر هغو پورې خپلې مبارزې ته دوام وركړي، څو يې مقابل لورى پوپناه كړى نه وي. د يو شمير سخت دريځو وسله والو مخالفانو استدلال په دې ولاړ دى چې دوى غواړي د خپل پخوانۍ اسلامي خلافت په را ژوندى كولو سره ټوله اسلامي نړۍ د كفري نړۍ له منګلو وژغوري او ان په كلفورنيا كې اسلامي جنډه ورپوي، بله خوا په دولت كې د يو شمېر كړيو چې په جګړه كې يې ګټې نغښتې دي وايې د سولې له پاره هڅو په افغانستان كې كومه پايله نه درلوده. د بېلګې په توګه دوى د سولې هغه پلان يادوي چې د ډاكټر نجيب الله له خوا پلي كېده او
ناكام شو.
كه ددوى په خبره داسې فرض كړو چې د سولې يو پلان هم نتيجه نه درلوده او ناكام وو، نو ايا دغو روانو جګړيزو پلانونو كومه پايله لرلي ده؟ ايا په تيرو ديرش كلونو جګړو كې كوم لورى د بل په كاملا محوه كېدو بريالى شوى دى؟ دې پوښتنې ته لا تراوسه هيچا ځواب نه دى وركړى.
په دې ټول پوهيږو چې جګړه تل په يو څو عام پسندو توجيهاتو او ظاهرا د يو يا څو لويو ارښتونو د ساتلو او دفاع په موخه پيليږي. دا په داسې حال كې ده چې سوله ذاتا يومشروع شى ده چې يوازي د خلكو له خوا په مثبتو كړنو ټينګيداى شي، ياني جګړه دومره نا مشروع عمل دى چې په ځينو مواردو كې جګړه يوازي د سولې د راوستو له پاره روا ګڼل شوې ده چې له بده مرغه دغه توجيه هم په افغانستان كې خپل رنګ بايللى دى.
له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان هم د همدې موخې له پاره چې څو په نړۍ كې سوله تضمين كړي رامنځ ته شو.دا هم څرګنده ده چې ملګرو ملتونو او نورو ډيرو سازمانونو ونه شو كولاى د جګړو او خونړيو پېښو مخه ونيسي او د ملګرو ملتونو فعاليتونه چې ايا كولاى شي عادلانه سوله راولي ترسوال لاندې ده، خو له دې ټولو سره سره بيا هم د نړۍ تر ټولو سترځواك امريكا چې كله وغواړي په كوم هيواد بنديزونه ولګوي او يا هم بريد پرې وكړي دهغې د مشروعيت له پاره د امنيت شورا ملاتړ ته اړتيا لري. او په وار وار سره نشي كولاى ددغه سازمان له مصوباتو نه سرغړونه وكړي. نو په كار د
ه د يو نوي جريان له لارې د نړيوالې ټولنې او په نړى كې د سوله غوښتونكو ځواكونو سره په ګډه په افغانستان كې د سولې له پاره د لازياتو ضمانتونو غوښتونكي شو.
هغه څه چې موږ يې كولاى شو زما له نظره دغه لاندې اقدامات دي كه ترسره شي نو د سولې سره به مو مرسته كړې وي.
الف: په پوهنتونونو، رسنيو، څيړنيزو مركزونو او نورو برخو كې بايد يو شمېر كسان دې ته وګمارل شي څو په جدي توګه د سولې مقوله تر څيړنې لاندې ونيسي همدارنګه زموږ درسي كتابونه او نورې ويناوې بايد تر ډيره په سولې را وڅرخې.
ب : زموږ په هيواد كې د مدني ټولنې وضعيت د خوښې وړ نه ښكاري په كار ده په هيواد كې د سولې په دفاع كې قوي بنسټونه رامنځ ته شي. دغه بنسټونه كولاى شي په ډيرې اسانۍ سره د نورې نړۍ له سوله غوښتونكو سره اړيكې ټينګې كړي او پراخ نړيوال ملاتړ راخپل كړي. لكه څنګه چې د جګړې پلويان په خپلو كې په نړيواله كچه همكاري لري دغه شان به د سولې پلويان هم په خپلو كې د همكارۍ مزي سره ټينګ كړي.
ج- د حكومت په برخه كې هم خبره روښانه ده بايد د سوله ييزو سياستونو لمن ونيسي. بايد د افغانستان بهرنى سياست د سولې په محور را وڅرخې. او دافغانستان دولت بايد د جګړه مارو ډلو پلانونه او تدابير په خپلو اغيزمنو سياستونو خنثا كړي.
د- دافغانستان خلك بايد له دې خبر كړاى شي چې افغانستان د ډيرو لويو قدرتونو د دسيسو ښکار او په يويشتمه پيړۍ كې د بلې سترې لوبې ميدان دی. دا مهال داسې بريښې چې دغو قوتونو دا لوبه بايللي ده خو له بده مرغه هغو خپله ماته نه مني او د خپلې ماتي د پټولو له پاره په داسې نويو پرګرامونو اولارو چارو فكر كوي چې د وتو په وخت كې دا هيواد يوې بلې كورنۍ جګړې ته ورټيل وهي او ددې له پاره يې وار دمخه په افغانستان كې له يو شمېر جګړه مارو ډلو سره غوږونه جنګولې او د افغانستان د تجزيې وړانديزونه يې ورته كړي دي. له دې او دې ته ورته نورو دسيسو نه د خلكو خبرول او پر ضد يې پراخ مخ
الفت كولاى شي د سولې سره مرسته وكړي.